غزل

په اشارو کوه چې شپه په پخیدو راغله
خبرې ورو کوه چې شپه په پخیدو راغله

د ښاريې شور د چوپتیا تورې جامې واغوستې
پام په بنګړو کوه چې شپه په پخیدو راغله

د سبا سترګه به دې سترګې کړي د خاورو خوراک
غم دې د تلو کوه چې شپه په پخیدو راغله

زه به دې غیږه کې للو شم د ماشوم په شانتې
ته الاهو کوه چې شپه په پخیدو راغله

وخت بدل شوی ، دیوالونه هم غوږونه لري
خیال د پښتو کوه چې شپه په پخیدو راغله

جلاله یاره د سینې تر باغچې، تګ په سینه
لکه د غلو کوه چې شپه په پخیدو راغله

جلال امرخېل