غزل
په غم به واوړم ، زندګي به مې شي ګرانه مه ځه
درته منت کوم د خوږ زړګي درمانه مه ځه
لږه مسکۍ شه ، د همزولو د تهمته به شې
زما له څنګه ګلې داسې پریشانه مه ځه
که په دې تمه ځې چې ما درپسې وژړوې
زما خودي ما ته معلومه ده جانانه مه ځه
راغلې نه وې چې د تګ پیریانو ونیولې
لږه ایساره خو شه ، ګرانې په روانه مه ځه
خپله څراغ شه ، رڼاګانې په وطن وشینده
جلاله ستوریو پسې بره تر اسمانه مه ځه
جلال امرخېل