غزل

د ګل د شونډو د پرهر ، ګلې ! که ستا بې وسي
چا ته بیان کړي  په دې ښار کې څوک د چا بې وسي

زما ژړا ، زما فریاد ، زما غوغا بې وسي
ستا په لیمو کې نرۍ اوښکې او چوپتیا بې وسي

لاس پریښودل دې د ایمان له پریښودو ګران دي خو
څه د حالاتو مجبوري ده ، څه زما بې وسي

زه به له تا نه یوه شپه هم جدا شوی نه وای
ما که لیدلی شوه مورجانې د بابا بې وسي

د یزید تورو ته یارانو یک تنها پریښودم
را ته شوه یاده  د حسین ، پر کربلا بې وسي

په بې ننګۍ باندې یې ټول جهان خبرې کوي
چا هم ښکاره  نه کړه ملګرو د پاچا بې وسي

زما وجود چې ستا په تګ جلاله نه لرزیده
ما ته معلومه شوه د خپل زړه د درزا بې وسي

جلال امرخېل