د اباسین غورځنګونه

که زما د شخصیت حدونه ګورې

زما فن زما د فکر ترجمان دی


که اباسین یوسفزی د خپل شخصیت لپاره د خپل فن حواله ورکوي نو ورسره دا خبره هم انتقالوي چې فن او شخصیت دوه سره تړلي توکي دي چې په پښتنه ټولنه کې یې یو له بله نه شو جدا کولی.
پاسنی شعر که څه هم چې د شاعرانه ښکلا او په خپل ځان کې له پټ خو رسونکي پیغام له مخې پر زړونو ښه او خوږ لګي ، خو دعیني واقیعتونو په نظر کې نیولو سره دا خبره د تاید تر پوره بریده نه منل کیږي ، ځکه زموږ په ټولنه کې ډیر داسې خلک شته چې فن او شخصیت یې هیڅکله یو له بله سره نه جوړیږي لاکن د فن او شخصیت د همغږۍ دا خبره د اباسین یوسفزي په خپل شخصیت ډیر ښه صدق کوي او شاید د شاعر معنا هم همدا وي چې هر سړی باید خپل شخصیت ، خپل د ژوند تګلارې او خپل فن ته له یو بل سره موازي حرکتونه ورکړي.
غورځنګونه ، چې په لومړي ځل له نن نه اوه لس کاله پخوا یانې په 1994 کال چاپ شوی ، بیا هغه کوم کشش او د لوستونکو کومه لیونۍ مینه ده چې تر 2010 کال پورې اته ځله نور چاپ شو؟؟  لا یې هم لوستونکي شته او شاید چې په وروستیو کلونو کې څو څو ځله نور چاپ شي.

د غورځنګونو د محبوبیت تر شا ډیر وجوهات شته ، یو تر ټولو عمده علت یې د ښاغلي شاعر د خپل فن او شخصیت تر منځ مستقیه اړیکه هم کیدای شي ، اباسین یوسفزی د پښتنو د روشنفکره مشرانو هغه څهره ده چې تل یې د لرې پښتونخوا د پښتنو په حالاتو زړه خوږ کړی، د پښتنو د حقوقو ، په پښتنو کې د شعور د خورولو ، د پښتنو تر منځ د تفاهم او په ټوله کې یې د پښتون قام لپاره د یوه روښانه مستقبل د لرلو په لاره کې خپل کردار په پوره ایماندارۍ ادا کړی.

له دې نه هم سترګې نه شم پټولی چې په لره او بره پښتونخوا کې د هغو څهرو اثار تل ډیر ځلیدلي او د شهرت لوړو پوړیو ته رسیدلي دي چې میډیا یې په لاس کې ده ، که دا په افغانستان کې ده که په پښتونخوا کې ، خو ډیر وخت هغه خلک منل شوي، د ښه شاعر او د ښه لیکوال په توګه ولس ته ورپیژندل شوي دي چې په میډیا باندې مسلط دي.

اباسین یوسفزی چې هم په پيښور پوهنتون کې د استاد په توګه دنده سر ته رسوي هم د پیښور په مختلفو مطبوعاتو کې پراخه ونډه لري ، له سندرغاړو سره هم پیژني ، د پښتنو ځوانانو په منځ کې د یوه مهربانه مشر په توګه هم پیژندل کیږي او دې ته ورته نور ګڼ دلایل هم کیدای شي ،چې د اباسین د شهرت غورځنګونه لا هم په غورځنګونو دي او په ټوله پښتونخوا کې خپلې لیونۍ او مستې څپې وهي.

اباسین خپل غزل تر ډیره د خپلې خاورې په خوشبویانو کې رنګ کړی ، تر ډیره یې د خپل غزل ملا د خپل قام د غرونو رغونو په لیونۍ مینه مظبوطه کړې ، د خپل فن د محبوبیت سنګر یې د پښتنو لارو کوڅو په ننګ او څنګ د روښانه سباوون په نارو ګرم کړی. کله چې یو فنکار د خپلې ټولنې ، د خپلو خلکو په ننګ ودریږي ، د خپل ولس په درد وژاړي نو معلومه ده چې په خپل ولس کې به تر ډیره  ژوندی پاتې شي او ولس به یې هم په بدل کې هغه څه ورکوي چې فنکار یې لا نور هم په خپل دریځ  کلک پاتې کیدو ته وهڅیږي.

که خوشال ابدي ژوند وګټه ، تر ټولو عمده علت یې د افغان په ننګ د تورې تړل ول، که حمزه د لرې برې پښتونخوا د هر باشعوره انسان په زړه کې لکه د وینې ورخور شو ، نو وجه یې دا ده چې د همدې انسان لپاره یې د زړه وینې د قلم په څوکه نذرانه کړې ، که اباسین هم پر زړونو راج کوي نو له خپل قام سره د مینې په زور یې کوي.

د اباسین د شاعرۍ محتوا د پښتنو غرو رغونو ښایستونه او ګلدرې تشکیلوي، اباسین د خپل چاپیریال ښایستونه د خپل فکر او خیال په رنګ ، رنګ کړی او د خپل انځورګر هنر په مټ یې بیرته تر خلکو رسوي.

اباسین له خپل چاپیریال سره ژوره مینه لري، د خپل قام په سپیڅلتیا فخر کوي، خپل فن یې د خپل پښتون فطرت په رنګ کې رنګ کړی دی ، که خپل چاپیریال یې هر څو خاورې ګټې دی خو اباسین ته ارزښت لري ، اباسین ته په دې خټو ګټو کې د سپیڅلتیا نښې ښکاري، اباسین دې خاورو ګټو ته د انساني تقدس جامه ور په تن کوي.

که د خاورو په کورونو کې وسیږو
خو په ښکلو ښکلو زړونو کې وسیږو

مونږه تل کوو خبرې سپینې سپینې
خیر که تورو تورو غرونو کې وسیږو

د اباسین په غورځنګونو کې له خیالي او فکري انځورګرۍ سره سره کله کله داسې بیتونو سره هم مخ کیږو چې شاعر یوازې نقاش پاتې شوی دی ، شعر یې یوازې یو تصویر دی ، خو تصویر ته یې کوم زړه راکښون نه دی ورکړی .

ځه چې پاس د ملکنډ په سر دې واړوم
په رنګینو به دې سترګې نه مړیږی

په پورتني شعر کې شاعر بې له دې چې د ملاکنډ له سره د ګلونو ننداره خلکو ته وړاندې کوي نور کوم خاص شعریت په لمن کې نه شي انتقالولی ، مونږ به یې د هغه په شعري ضعف نه تعبیروو ځکه په ډیرو ځایونو کې له دغسې تصویرونو سره بیا یو شاعرانه مستي او هستی هم انتقالوي.

چې پسرلی په ملاکنډ راواوړي
په اباسین کې لیونتوب راشي

دلته سره له دې چې د ملکنډ د پسرلی او اباسین د لیونتوب ښکلی تصویر وړاندی کړای شوی، که د ایهام د فن له نظره یې اباسین په خپله په اباسین یوسفزي تعبیر کړو نو شعرپه خپل وجود کې یو ډول شاعرانه مستي هم لري.

یو مشهور غزل یې چې مختلفو سندرغاړو په موسیقۍ کې ویلی دی؛

اوس چې کوم طرف ته ځې زړه به دې لویږي
زما یاد به درته لارو کې ټوکیږي
ژوند مې ټول د ازغکي په شانې تریخ دی
بې له تا مې په چا سترګې نه خوږيږي
ما وې زه د عشق له رنځه صحت یاب شوم
اوس مې هم زړګی نری نری خوږیږي
ځه چې پاس د ملکنډ په سر دې واړوم
په ګلونو به دې سترګې نه مړیږي
چې دې کله د ځوانۍ تنده راواخلي
اباسین به درته هله دریادیږي

دا او دې ته ورته ځنې نورې غزلې یې ، یوازې د اباسین یوسفزي نه بلکې د ډیرو نورو شاعرانو هم ، که د موسیقۍ له پردو نه راوویستل شي او په لیکلي بڼه د کاغذ پر مخ درته پرتې وي نو شاید هومره خوند ورنه وا نه خلئ لکه د موسیقۍ په پردو کې مو چې ورنه اخیست یا یې راباندې تاثیر کوو، نو ویلی شو چې موسیقی د شعر په اغیز کې ډیره پراخه ونډه لري.

د اباسین شاعرانه ژبه ، ډیره ساده ، روانه او عام فهمه ده ، خپله خبره په ډیرو ساده لفظونو تر خلکو رسوي چې د معاصرې شاعرۍ تر ټولو ستر کمال همدا دی.

د لفظونو په انتخاب کې هم ښه دی ، خواږه او شاعرانه لفظونه تر ډیره  پیژني او پوهیږي چې کومه خبره په کومو لفظونو وکړي.

زړه مې رپی ځوانیمرګی غوندې وخت دی
د ارمان شونډه مې شنه ده خدای دې خیر کړي

یو د چا د پیغلوکۍ مینې ګرمي ده
بل زما د ژوند غرمه ده ، خدای دې خیر کړي

د سالو په سرولو چل یې نه زده
څه خرابه زمانه ده خدای دې خیر کړي

خو کله کله د لفظونو تر تاثیر لاندې د شعریت خوږلني ورنه ماته راماته شي ، و نه شي کړای چې د لفظونو د خوږوالي تر څنګ په شعر کې معنا او شعریت ورسوي.

د اوبو په غاړه تږي تږي ناست یو
یو ځواني او بل روژه ده خدای خیر کړي

اوس که پورتني بیت ته وګورو، یو څوک د اوبو په غاړه تږی تږی ناست دی ، ځواني یې هم ده او روژه یې هم ده ، نو نه کومه خبره شوه ، نه کوم عاطفوي تصویر انتقالولی شي نه د کوم نفسیاتي کیفیت ښکارندوینه کوي، نه هم د شعر کوم بل فن په کې شته ؛خو که د سیف الرحمان سلیم له دې شعر سره یې پرتله کړو

ځوانې ولولې او له وصاله نه پرهیز
سم چې پسرلی شو نو روژه راباندې راغله

د سلیم په دې شعر کې ، هم د شاعر نفسیاتي کیفیت په څپو دی ، هم یې عاطفوي تصویر او زړه خوږی انتقال کړی هم یې شعریت برقرار ساتلی .

اباسین ، د یوه ښه او پښتون شاعر تر څنګ کله کله د یوه عقیدتمند هیومنسټ په شکل هم په شعر کې راڅرګندیږي، عقیدتمند هیومنسټ مې ځکه ورته وویل چې د اروپایي هیومنیزم په دوره کې څو ډوله هیومنستان لرو ،  یوه ډله هغه و چې د جدیدو علومو او فنونو په لیدو یې عقیدې پریښودې، د خدای تعالی له موجودیت نه منکره شول، خو په همدې دوره کې داسې هیومنسټان هم ول لکه مارتن لودر او جوهانس کالوین چې له نوي ساینسي او عصري تبدیلیو او د هیومنیزم د مفکورې له خورولو سره سره بیا هم عقیدتمند پاتې شول، دا بیله خبره ده چې عیسویان ول ، په انجیل یې باور درلود خو د انجیل د عصري تفسیر او د هرمنیوتیک فکر مخالف هم نه ول، یانې د انجیل تفسیر یې د نوي رجحاناتو او ساینسي تبدیلیو له مخې تایدوه خو بیا هم د خدای په شتون قانع ول، دا نه وایم چې اباسین ګویا د خپل کتاب د نوی نسخه کولو فکر لري، مطلب مې دا دی چې لکه د عقیدتمنو هیومنسټانو هم د ساینسي او عصري تبیدلیو خوشبینه دی او هم په ډیر غرور په خپله عقیده او خپله مسلمانۍ ویاړي.

په دې جدید دور کې هم په خدای یقین لرمه
ګمان مې نه شته چې مې دغه سرکشي لاړه شي

په دې بیت کې هم د جدید دور د ګټورو لاس ته راوړنو طرفدار پاتې کیږي ، هم په خپله عقیده دومره پوخ اعتماد لري چې وايي ، ګمان مې نه شته چې مې دغه سرکشي لاړه شي، یانې په خپله عقیده کې ګمان ته هم ځای نه ورکوي.

د فکر او شعور شیندلو خلک ، خپلې ټولنې ته ګوري، د نويو حرکتونو د تاید تر څنګ د خپلو خلکو عنعنات او دود دستورونه هم په نظر کې نیسي ، داسې نه کوي چې د یوې نوې نړۍ سره په منډه کې دې خپل قام ته د پخوانیو ټولو ارزښتونو د غورځولو فکر ورکړي او له زمانې سره دې یې منډې ته راوبولي ، ویښ شاعر او د قام غمخور دا دنده لري چې هم خپل قام له نوې نړۍ سره منډې ته  راوبولی او هم په پخوانیو ارزښتونو کې د ګټورو هغو طرفدار اوسي.

حیا پخوا چیرته د جونو د لباس یو جز و
څه نا څه شته خو لا کیدی شي چې بیخي لاړه شي

اباسین په شاعرۍ کې د لوړو ژورو له ګاللو سره سره د مینې استازی پاتې شوی دی ، مینه یې په وجود کې لکه وینه حرکت کوي او غواړي چې د خپلو شاعرانه نارو په واسطه خپله ټوله سیمه کې مینه خوره کړي او دا خاوره چې تل د مینې د افسانو او رښتینو کیسو یوه نمونه پاتې شوې ده ، د وروستیو تحولاتو په راتلو ورنه مینه کډه و نه کړي او نفرتونو ته په خپله سینه کې ځای ور نه کړي، اباسین په هر حالت کې د مینې استازی دی ، اباسین د نورو شاعرانو پرخلاف خپل رقیب ته هم د مینې په خاطر د انتقام له اخستو تیریږي او مینه لکه څنګه چې ځان ته یې د زړه دارو ګڼي ، دغسې یې د رقیب لپاره هم د هغه د بیمار زړه دارو ګڼي ، کوم نفرت نه ورسره لري ، پښتو هم ورسره پالي اود مینې په سر ورته بخښنه هم کوي.

زه محبت د هر انسان د زړه دارو ګڼمه
ګنې رقیبه ما له چل د انتقام راځي....

*  که د غالب طرفداران پاتې نه شو ، یانې سخن فهمه پاتې شو نو ویلی شو چې د اباسین په شاعرۍ کې سره له دې چې ډیر لوړ هنرونه ، ګڼ ادبي صنفونه او صنعتونه، انځورګري ، فکر او خیال، نفسیاتي کیفیتونه ، او نور فنونه په ښه بڼه کاریدلي خو یو نیم ځای کې بیا د شعر په لفظونو کې بدرنګي هم ورنه کیږي ، چې شعر پر زړه او ذهن ښه نه لګیږي. لکه

ته د راوي غوندې بلا کثافتونه لرې
مونږ اباسین غوندې صفا یو هیڅ پروا نه لرو

لکه تیرې تیرې سومبې مې له ګوګله وځي
هر یو ارمان ته مې ښیرې د زړه له تله وځي
داسې یو څو نور ځآیه .............
دلته ګورو چې د ( کثافت ) او ( سومبې ) لفظ کوم شاعرانه لفظ نه دی، نه خو شاعر په کوم جادويي هنر شاعرانه کړی دی ، چې دا لفظونه د شعر د اوریدو پر مهال پر زړه او ذهن بد تمامیږي. د معنا له مخې هم داسې لفظونه نه دي چې په شعر کې دې وکارول شي.
د اباسین غورځنګونه د هغه لومړۍ هڅه وه ، چې تر اوسه یې شهرت زیاتیږي خو کمیږي نه ، په غورځنګونه کې د اباسین له داسې شعرونو سره هم مخ کیږو چې له ورایه ښکاري چې د ډیرې کمکۍ ځوانۍ شعرونه یې دي، خو اباسین له خپل هنر سره جفا نه ده کړې ، هغه شعرونه یې هم په کتاب کې په دې خاطر نشر کړي چې نور ځلمي شاعران په دې پوه شي چې هر څوک له پیله ښه شاعر نه وي ، بلکې یو وخت یې داسې شعرونه هم لیکلي وي ، دا خو د وخت په تیریدو د ریاضت له برکته یې بیا ښه ښه شعرونه لیکلي دي او د ښه شاعر مقام یې حاصل کړی.

شونډې دې پیکه منګولې یخې دي
دا د بې وفاو خلکو نښې دي

خپله مې تراخه د ژوند خوړلي دي
تا له مې خوږې ورځې پریښې دي
دا غزل تر پایه .......

یو نیم ځای له لفظي ښویدنو او فکري تیروتنو باوجود د اباسین شاعري په ټوله کې د پښتون قام لپاره یوه ستره لاس ته راوړنه ده چې راتلونکې نسلونه به ورباندې لا نور قضاوتونه وکړي ، د خپل ولس د فکري ملاتړ په مټ به د پښتو ژبې د یادو او ښادو شاعرانو په ډله کې هسکه غړۍ ولاړ وي.

اباسین یوسفزی لا هم ژوندی دی ، الله دې اوږد عمر ورکړي چې د دې قام په زلمو کې د بیدارۍ نور فکرونه هم خواره کړي ، چې د دې خاورې په ګوټ ګوټ کې د خپل فن په ذریعه د مینې زړي وشیندي.

په دغه مینه مې د زړه چرې باور نه راځي
هر ځلې کلکه وعده وکړي خو اکثر نه راځي

پخوا چې ویشتی وم جانان د کشمالو په غونچه
څومره خوشبو به مې یارانو د پرهر نه راځي

د رب لپاره پښتنو ځانونه وپیژنئ
ستاسو لپاره خو به ځان له پیغمبر نه راځي

د اباسین ارته سینه یې ډیر په مینه زغمي
ګنې نو کومې مرحلې زما په سر نه راځي

......................

د غزل خواږه مې ټول په تا پیرزو کړه
ما غزل ته د ارمان رنګونه ورکړه

ربه ستا د دې کرم شکر ګذار یم
زما سوچ له دې افغان رنګونه ورکړه
................
جلال امرخېل
* هم سخن فهم هی غالب کې طرفدار نهی