غزل

لکه وږمه ، لکه اروا ، پسې راوتی یمه
د ګل له پاڼو په هوا پسې راوتی یمه

زه له مستۍ نه کږلیچونه د غرو نه کچ کوم
زه مې د خپل وجود بقا پسې راوتی یمه

لمر په لویدو شو ، ستا سودا ، سودا ته پری نه ښودم
سهار له کوره په سودا پسې راوتی یمه

یو هم د خدای په لاره سیخ نه کړم د خدای لپاره
که په پاچا که په ملا پسې راوتی یمه

ته مې پیدا کړه ، ستا په لاره دروتلی یمه
له ځان نه ورک یمه ، په تا پسې راوتی یمه

د ژوند په هر ګوټ پیر چې اوړم په تیارو اوړمه
د تورو زلفو په بلا پسې راوتی یمه

ستا له غزل سره مخ شوی یم ،جلاله چې زه
کله ، د خپل زړه په درزا پسې راوتی یمه

جلال امرخېل