پرې دې ښودم ، ښه شوه ،چې دې شر ته لاره جوړه کړه
ما باندې دې بې وخته محشر ته لاره جوړه کړه
ستا مړو اسویلیو مې طوفان پر زړه راکښته کړ
تا یاغي کیدو د سمندر ته لاره جوړه کړه
بیا دې کوم حسین د کربلا میدان ته ولیږه؟
بیا دې کوم وحشت د کوم شمر ته لاره جوړه کړه
خپلو عملونو مو عذاب راباندې راوسته
خپلې سرزورۍ مو زورور ته لاره جوړه کړه
بیا دې ګل په تور اوربل کې پاڼې پاڼې کېښوده
بیا دې زړه چاودون د کوم نفر ته لاره جوړه کړه ؟
ما د زړه پر وینو د غزل شاړه خړوبه کړه
ما د محبت د ګلو کر ته لاره جوړه کړه
خلکو خو جلاله سکندر ته ګلان وشیندل
تا څنګه خپل زړه کې قلندر ته لاره جوړه کړه؟
جلال امرخېل
05.06.2011
- جلال امرخېل
WH Question یو وړوکی نظم ..............................................
د yes او no ، question بلا دې اخلم که ډیره سخته هم شي سر خوځولی شم د هو او یا د نه په نامه له ما نه دا پوښتنې هېڅ مه کوه چې کله ، چېرته ، څنګه ، ولې.....................زړه مې مه زوروه په محبت کې WH Question جانانه چا هم ځواب کړی نه دی
جلال امرخېل...
19.06.2011
- جلال امرخېل
غزل
لکه وږمه ، لکه اروا ، پسې راوتی یمهد ګل له پاڼو په هوا پسې راوتی یمه
زه له مستۍ نه کږلیچونه د غرو نه کچ کومزه مې د خپل وجود بقا پسې راوتی یمه
لمر په لویدو شو ، ستا سودا ، سودا ته پری نه ښودمسهار له کوره په سودا پسې راوتی یمه
یو هم د خدای په لاره سیخ نه کړم د خدای لپارهکه په پاچا که په ملا پسې راوتی یمه
ته مې پیدا کړه ، ستا په لاره دروتلی یمهله ځان نه ورک یمه ، په تا پسې راوتی یمه
د ژوند په هر ګوټ پیر چې اوړم په...