WH Question
یو وړوکی نظم
..............................................
د yes او no ، question بلا دې اخلم
که ډیره سخته هم شي
سر خوځولی شم
د هو او یا د نه په نامه
له ما نه دا پوښتنې هېڅ مه کوه
چې کله ، چېرته ، څنګه ، ولې
.....................
زړه مې مه زوروه
په محبت کې WH Question
جانانه چا هم ځواب کړی نه دی
جلال امرخېل
04.06.2011
- جلال امرخېل
غزل
په دې حالاتو کې څوک څنګه واخلي ساه ، ویده شي چې ګلابونه د لمبو په شاو خوا ویده شي
زمونږ شعور شل شي چې وخت یې د شیندلو راشي زمونږ فکرونه پر میدان د کربلا ویده شي
غزل دې ستا له ګلابي سترګو نه ما ته راشي خوب مې دې درشي او په سترګو کې دې ستا ویده شي...
11.06.2011
- جلال امرخېل
پرې دې ښودم ، ښه شوه ،چې دې شر ته لاره جوړه کړه
ما باندې دې بې وخته محشر ته لاره جوړه کړه
ستا مړو اسویلیو مې طوفان پر زړه راکښته کړ
تا یاغي کیدو د سمندر ته لاره جوړه کړه
بیا دې کوم حسین د کربلا میدان ته ولیږه؟...