غزل

په دې حالاتو کې څوک څنګه واخلي ساه ، ویده شي
چې ګلابونه د لمبو په شاو خوا ویده شي

زمونږ شعور شل شي چې وخت یې د شیندلو راشي
زمونږ فکرونه پر  میدان د کربلا ویده شي

غزل دې ستا له ګلابي سترګو نه ما ته راشي
خوب مې دې درشي او په سترګو کې دې ستا ویده شي

زه په ژړا له خوبه پاڅم ، په ژړا ویده شم
هغه راپاڅي په خندا او په خندا ویده شي

زما په قام اوس مرحله د بیدارۍ راغلې
ولس خو هله راویښیږي چې پاچا ویده شي

ته هم سهار نه تر ماښامه زما زړه وسیزې
لمر هم سبا له خوبه پاڅيږي ، بیګا ویده شي

بیا تر یوې میاشتې د شعر لیکلو چل نه ورځي
جلال چې کله پر   څنګل  د دلربا ویده شي

جلال امرخیل