غزل

شرنګ شرنګ دې د شور نه شته پرهرونه دې ویده دي
زړګیه ! د غزلو مست لفظونه دې ویده دي

اسمانه! وا ناځوانه! زندګي شوه په ما ورانه
نارې مې نه در رسي که غوږونه دې ویده دي

قدم زما د زړه پر بام په پام ږده مومن خانې!
راویښ نه شي، شیرین شیرین یادونه دې ویده دي

خوشبو چې د ګلاب د وږمو نه شې حس کولی
زخمونه دې راوسکونډه ، زخمونه دې ویده دي

وطنه! ګل وطنه! چې ګلونه دې قتلیږي
که غرونه دې بیدار دي خو ښارونه دې ویده دي

پردي نه دي، خرڅ نه دي ،خو چې ځي په پردو لارو
جلاله ! د ملګرو ضمیرونه دې ویده دي

جلال امرخېل