غزل
د ژوند د خوشحالو هره ادا رانه خفه
دا ته رانه خفه یې که دنیا رانه خفه
زه غواړمه چې زنې ته دې بیا دروړمه لاس
ته ځه کنه یو ځلې خو شه بیا رانه خفه
خفګان مو تر منځ لوی شو خو خبر نه یو په دې
چې زه ورنه خفه یم او که دا رانه خفه
ګیله به مې د بدې ورځې نه ورته کوم
الله ! رانه خفه نه شي، الله! رانه خفه
چې نه وړم د هر چا هرې خبرې سره سر
ملګري بس په دې یوه خطا رانه خفه
بلا خو دې د داسې خفګان واخلم لیونۍ
چې مخامخ پخلا یې پس شا رانه خفه
جلاله ! خپله مینه، خپل غزل رانه خفه
جلاله ! خپل وجود ، خپله ارواه رانه خفه
جلال امرخېل