د دوه ویشتمې پیړۍ لمر
په نړۍ کې اوازه ده
چې یو لمر دی راختونکی
داسې لمر چې په نړۍ کې به د امن نظر خور کړي
د بشر د مخ داغونه به ټکور کړي
هر طرف ته به د ظلم تاج نسکور کړي
غنمرنګ به ځار له سپینه کړي او سپین به ځار له تور کړي
انسانیت به په رښتیا کړي
شرافت د مخلوقاتو
سره ګلونه به په لویشته لویشته ځمکه رازرغون کړي
ښکلی ښکلی به د هر انسان ژوندون کړي
د دې لمر له راختو پس
به څوک نه تویوي وینه
کائېنات به د باروتو لوګي نه خوري
هر طرف ته به وي مینه مینه مینه
د خوبونو جذیره به هر هیواد وي
هر ملت به په خپل ځان باندې اباد وي
هر انسان به د ماضي له کړاونو نه ازاد وي
هر ژوندی به د خپل ژوند په چارو ښاد وي
د نړۍ له مخې ورک به هر فساد وي
انسانیت به په رښتیا وي
شرافت د مخلوقاتو
خواږه شهد به بهیږي
له رګ رګ د کائېناتو
په نړۍ کې اوازه ده
چې یو لمر دی راختونکی
د نړۍ له هر یو فرد سره دا خیال دی
چې دا لمر په خپله دی شي
یا خو دی ، یا یې بچی شي
چې د دې نېکمرغۍ زېری شي په خپله
او انسان یې په نوم وویاړي تر تله
هر سړی په هلو ځلو باندې بوخت دی
شپه او ورځ یې په خپل ځان ده یوه کړې
د کابل کوټه سنګي کې هزاره هم
د سهار له رڼا مخکې راپاڅیږي
پر سر خېژوي ټاټکی شپږم منزل ته
په بنګال کې کب نیوونکو
افریکا کې د ځنګلونو د لرګیو ماتوونکو
صحارا کې د اوښانو چلوونکو
شپه او ورځ په ځان یو کړې
زحمتونه یې په ځان باندې منلي
په کارونو ګړندي دي
خو کتاب ته کېنولي یې بچي دي
چې حکمت ورځنې زده کړي
او د لمر تر پلوشو پورې تګ وکړي
خپل وجود د لمر وجود سره منحل کړي
د کرې د ظلمت شپو ته
د یو نوي سپین سبا په شکل راشي
افتخار د بشریت شي
د رڼا په شکل راشي
هر یو فرد په هلو ځلو باندې بوخت دی
چې دا لمر په خپله دی شي
یا خو دی ، یا یې بچی شي
خو یوازې زما قام دی
چې پښه یې ده په بله اړولې
پر زنګون یې ایښی سر، په انتظار دی
چې حالت به یې ورښه کړي
د نیو یارک د کمپیوټر په انتظار دی
چې په سیمه یې ګلونه رازرغون کړي
د مدراس د کوم کوډګر په انتظار دی
د پنجاب د جادوګر په انتظار دی
جلال امرخېل
کشمالي