غزل

بې روخه که هر څومره دي روحونه د ګلرخو
راځي به پر دې لاره کاروانونه د ګلرخو

دا بیا کوم د غضب ښامار پر دې وطن نازل شو؟
دا بیا چې پر اوږو شول ټوپکونه د ګلرخو؟

وړو لپو کې امن درنه غواړي ماشومانې
وا خدایه لږ خو واوره فریادونه د ګلرخو

زما چې د غزلو هغه شرنګ اوس پاتې نه دی
په ما باندې بند شوي دیدنونه د ګلرخو

په زړه کې مې تازه تازه وږمې شوې د یادونو
کتاب کې مې وچ شوي دي ګلونه د ګلرخو

که وغواړي باران یا زلزله کړي زړه مې مات کړي
ولقه کې دي دا ځمکې و اسمانونه د ګلرخو

جلاله بې کتابه سړیتوب ځان کې پیدا کړه
په نه خبره مه ماتوه زړونه د ګلرخو

جلال امرخېل