غزل

رسوايي ورنه جوړیږي، راشه لاس مې په زړه کېږده
شور د زخم یې زیاتیږي ، راشه لاس مې په زړه کېږده

په کیسه خلک خبریږي، راشه لاس مې په زړه کېږده
ګوره غږ یې پورته کیږي ، راشه لاس مې په زړه کېږده

که باور په قسم نه کړې ، چې مې مینه درسره ده
ستا په نوم باندې درځیږي ، راشه لاس مې په زړه کېږده

ته په کوم ځای رانه بېل شوې؟ هېڅ خبر درباندې نه شوم
زړه مې زر ځایه غورځیږي ، راشه لاس مې په زړه کېږده

بیا سپرلی شو ، بیا یادونه ،ستا د سره سالو تازه شول
د ګل سره پاڼه رپیږي، راشه لاس مې په زړه کېږده

راشه لاس مې په زړه کېږده ، څه صحنه د زړه چاودون ده
لمر د غره تر شا ډوبیږي ، راشه لاس مې په زړه کېږده

که رښتیا هم ستا جلال یم ، مروره رانه مه ځه
که دې زړه په ما خوږیږي، راشه لاس مې په زړه کېږده

جلال امرخېل