غزل

ستا د زلفو ول نه پریوتلی یم
ګل یم خو وختونو رژولی یم

اوس خو د خپل زړه په خوښه هم نه یم
نه راتلم خو ګوره چې راغلی یم

لارې به په کاڼو زړو کې وکړمه
سیند د غزلونو راوتلی یم

تل دې په ژړا کې خندولی یم
تل دې په خندا کې ژړولی یم

و دې کړ سلام د نابلد په شان
ښکاري چې له یاده دې وتلی یم

دې د غم دنیا ته زه راتلم کله ؟
زه خو یې په زوره رالیږلی یم

عشقه نامراده ستا مراد پسې
څومره نامرادو ته درېدلی یم

ځې ؟ ورځه خو دومره راته ووایه
ستا جلال دې چا باندې سپارلی یم؟