غزل

زما پوښتنې ته دې دا څنګه ځواب راکړ
ما درنه زړه وغوښته تا راله ګلاب راکړ

چې هغه تله او زه د مالګې په شان ویلې نه شوم
ما ته دې څه لپاره خدایه دومره تاب راکړ؟

دا خو مې رګ رګ د وجود ته اوس ناسور خوروي
دا نوی داغ دې پر زړه ګله ډیر خراب راکړ

یو څه ګناه خو رانه شوې وه چې ته یې راکړې
ځه وشوه خیر، الله په دې دنیا عذاب راکړ

اوس مې د خوښې شی ،چې ګلې راکولی نه شې
ولې دې ما ته نو اختیار د انتخاب راکړ؟

په کورو ګرځي په همزولو باندې زیری کوي
جلال تحفه کې راته خپل د شعر کتاب راکړ

جلال امرخېل