غزل
چې له خپل ځایه د زلفانو په سایې ووتې
لاړې زړګیه! اوس زما له ارادې ووتې
زما ناکام، زما چوپتیا دې کمزوري ګڼله
ما درته هېڅ نه وې ، ته ځکه له چتې ووتې
زما خو خیر ، خو د محفل بې ادبي دې وکړه
چې رقیب ووته او ته هم ورپسې ووتې
چې مغل خېلو ته ورمات شوې د خوشال لمسیه!
اوس نو معلومه شوه چې اوس زموږ له ښې ووتې
خود به پیغور کوې اوس ،خود به مې بې سترګو بولې
زما خو دواړه سترګې ګله تا پسې ووتې
نه به زه ، زه شم، نه به ته داسې خوږه پاتې شې
که مو له منځه د حالاتو فاصلې ووتې
ما ته دې ښکلې ! * قلندر سترګو ته ودراوه
دا حنايي ګوتې چې ستا ، له لوپټې ووتې
خلکو واه واه کړل ( واه جلاله ؛ ګلابي غزل دی )
زما د زړه له پرهرونو چې لمبې ووتې
جلال امرخېل
* حنايي ګوتې په خیر شه پوه دې نه کړم
د نقاب لاندې پرده کړې که سلام کړې؟
قنلدر مومند