غزل

رڼا لګیږي، مات بنګړي راټولوي له کټه
جینۍ ژړيږي ،مات بنګړي راټولوي له کټه

 

رنګ یی وهلی وارخطا ده ، لکه پاڼه رپي
زړه یې درځیږي ، مات بنګړي راټولوي له کټه

ځان سره وايي په سلګو کې چې دا څه مې وکړل
او څه به کیږی؟، مات بنګړي راټولوي له کټه

چې ویده کیږي، په دسمال دواړه مړونده تړي
چې راویښیږي ، مات بنګړي راټولوي له کټه

رانه خفه ده ، رانه سترګې اړوي په بله 
رانه شرمیږې ، ما ته بنګړی راټولوي له کټه

ذرې ، ذرې زړه به مې زه هم کړم راټول جلاله
هغه بیلیږي ، مات بنګړي راټولوي له کټه

جلال امرخېل