غزل

یو جلال ، یو یې عشق ، یو جانان یو شباب
یو نظر ، یو نشه ، یو ګلاب یو شراب

دوه سکروټې پرتې ، پر چیلم دوه لمبې
دوه جهانه مې کړل ، دوه وو شونډو خراب

یادوم لکه لمونځ ، ستا خبرې وړې
یادوم په یادي ، ستا د سترګو کتاب

ژوند وعده ستا د خولې ، ژوند بانه ستا د تګ
ژوند یو پړک د بریښنا ، ژوند د دښتې سراب

دا محفل ، دا یاران ، دا شرنګ شرنګ د پیالو
دا دې نه شي بدل ، ملا ستا په محراب

تخیل مې وږمې ، خوروي پر وطن
کتابچه کې مې پروت ، ستا د لاس ګل ګلاب

د عشق ځان ته الله ، د عشق ځان ته رسول
د عشق ځان ته مذهب ، د عشق خپل انتخاب

ستا کتل په حساب ، ستا الفت شو په شمار
دي زخمونه پر زړه ، د جلال بې حساب

جلال امرخېل