غزل

له زمانې سره که منډه په جرات نه کوو
نو له حالاتو به شکوه او شکایت نه کوو

په دې خو نه ژاړم چې مړه به شوو او محوه به شوو
ژاړم په دې چې ژوند کوو او محبت نه کوو

څه د اضدادو له خواصو مو وجود جوړ شوی
د حرکت نارې وهو خو حرکت نه کوو

پر مونږ د وخت د هر غضب باران وریږي ځکه
مونږ د وختونو د خدایانو عبادت نه کوو

د بې دردۍ کافر لښکر د ښار کوڅې نیولي
اوس چې د زړه د پرهرونو تلاوت نه کوو

دا به هم ړنګ کړو ، خو د دې ضمانت څوک کوی چې
له دې نه پس به بل نظام نه بغاوت نه کوو

جلال امرخېل