غزل


په ما دې دا څنګه جادو څنګه بلا کړې ده
چې د زړګي زخم مې ستا په نوم رڼا کړې ده

که مې فریاد کړی دی ، ډیر مې په خپل زړه کړی دی
که شاعري مې کړې ، ډیره مې په تا کړې ده

ته دې د کومې پیرزوینې احسانونه کوې
ما چې ژړا کړې نو هله دې خندا کړې ده

ما، کله ستا له یاد نه مخکې کړی لمونځ د سحر ؟
ما ، کله ستا له نوم نه مخکې بسم الله کړې ده ؟

یو یې چې وغورځوي ، سل نور یې په سترګو ښکل کړي
خدایزده شاعر زړه ته مې کوم مئېن دعا کړې ده

مونږ یې ملاتړ کړی دی ، مونږ ورباندې سر ورکړی
د حق خبره که منصور او که ملا کړې ده

جلاله ما خو تش لفظونه د غزل شیندلي
په شاعرۍ کې خو یارانو انتها کړې ده

جلال امرخېل