غزل

زمونږ فکر ، زه او ته ، ائېنه په ائېنه
څومره ښه یو ، څومره ښه ، ائېنه په ائېنه

ته ولاړه په حسرت ، تماشې ته وې د ځان
ستا تصویر به ګرځیده، ائېنه په ائېنه

زما شور کړ غرونو هم ، په یو بل باندې تاوان
کاڼي هم شول  څه ناڅه ، ائېنه په ائېنه

مونږ د یو او بل په زړه ، نا ویلي یو خبر
مونږه دواړه زړه په زړه ، ائېنه په ائېنه

ستا له سترګو به زما، سترګې څنګ نه سوځېدې
اور به څنګ نه لګېده ، ائېنه په ائېنه

ښکلي  ورو ، ورو   ډیرېدل ، د زړه قدر کمېده
رنګ مې ورو، ورو تتېده ، ائېنه په ائېنه

جلال امرخېل