غزل

د سيند غاړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته
ژاړم ، ژاړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته

له رقيب سره د سپو غوندې راټول دي
خلک واړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته

که ښکلا په هره ژبه کې ده ، ته يې
زه دې ژباړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته

د وفا د جل وهلې ، خړې لارې
په دې شاړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته

مه يريږه ، توره شپه ده ، ټول ويده دي
راکړه غاړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته

بل څوک نه شته ، بل څوک نه شته ، مونږه دواړه
مونږه دواړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته

د جلال د زړه ارمانه ، شپه پخه شوه
دعا غواړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته

جلال امرخېل