غزل
د مخ نور پسې دې واړه مخلوقات مات
د تور سترګو د شين سترګو نظرمات مات
بيا مې زړه کې شوه غوغا ستا د غمونو
د ګورګينو لښکر بيا شو په هرات مات
ته د کوم يوه له درده واويلا کړې ؟
زما زړه ستا د بنګړيو غوندې مات ، مات
ښکليه ! ستا د محبت وحدانيت و
ما که زړه کړ د لات مات که د منات مات
د نغمو ګلڅانګې ما پسې راماتې
ستا په ماتو ماتو څڼو مې خيالات مات
دوی بودا ته لا هله و قسم کړی
چې په کومه ورځې ما کړ سومنات مات
خپل جلال ، جمال مې بايلود ته مې خپل کړې
سر مې مات کړ ، خو مې نه کړل روايات مات
جلال امرخېل
02.03.2011
- جلال امرخېل
غزل
ځان مې ورسپارلی دی چې څه لوبې په ما کويخوښه اوس د عشق ده چې روا که ناروا کوي
زه یې په فریاد او واویلا غواړم خو نه راځيمرګ هم جوړ زما په بې وسۍ پورې خندا کوي
زه پخوا په خپل وجود کې دومره تیر و بیر نه وم زړه مې اوښکې اوښکې شو او سترګې مې درزا کوي
درد له په کتو مې یاران ووایي چې مړ ښه یې داسې چې دښمن مې هم په حال باندې ژړا کوي
نه خو دې څوک ښه کوي چې بد په بیرته نه ویني نه دې څوک وفا کوي او نه به څوک جفا کوي...
11.03.2011
- جلال امرخېل
غزل
د سيند غاړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته ژاړم ، ژاړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته
له رقيب سره د سپو غوندې راټول دي خلک واړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته
که ښکلا په هره ژبه کې ده ، ته يې زه دې ژباړه ، مونږه دواړه ، بل څوک نه شته
د وفا د جل وهلې ، خ...