غزل
ځان مې ورسپارلی دی چې څه لوبې په ما کوي
خوښه اوس د عشق ده چې روا که ناروا کوي
زه یې په فریاد او واویلا غواړم خو نه راځي
مرګ هم جوړ زما په بې وسۍ پورې خندا کوي
زه پخوا په خپل وجود کې دومره تیر و بیر نه وم
زړه مې اوښکې اوښکې شو او سترګې مې درزا کوي
درد له په کتو مې یاران ووایي چې مړ ښه یې
داسې چې دښمن مې هم په حال باندې ژړا کوي
نه خو دې څوک ښه کوي چې بد په بیرته نه ویني
نه دې څوک وفا کوي او نه به څوک جفا کوي
ما ته چې زما د شعر ستاینې مخامخ کوي
ما پسې همدا سړی خبرې پس شا کوي
چیرته و غزل نو له حمزه او قلندره پس
اوس خو دې یاران جلاله ستا سر ته دعا کوي
جلال امرخېل
19.02.2011
- جلال امرخېل
عیسی ع ته ......... یو منظوم خط
ستا راتګ هم د هغې د خولې وعده شوهچې هر څومره لنډیده هومره اوږده شوه تر دې پس نو انتظار د څه خبرې ؟د راتګ دې هره نښه راښکاره شوه
د ماجوج لښکرو هم غرونه سوري کړل له اوه سمندرونو نه راتیر شول لرې نه ده چې کعبه به بتخانه کړي د اقصی له دیوالونو خو چاپېر شول...
04.03.2011
- جلال امرخېل
غزل
د مخ نور پسې دې واړه مخلوقات مات د تور سترګو د شين سترګو نظرمات مات
بيا مې زړه کې شوه غوغا ستا د غمونو د ګورګينو لښکر بيا شو په هرات مات
ته د کوم يوه له درده واويلا کړې ؟ زما زړه ستا د بنګړيو غوندې مات ، مات
ښکليه ! ستا د محبت وحدانيت و م...