غزل
ماحول که هر څو لمبه کړی ستا کرم هم دی
راوریدلی پر ګلانو خو شبنم هم دی
یوازې تا ته مې شاعر احساس سلګۍ نه وهي
ګرانې پر سر باندې مې پروت د وطن غم هم دی
جفا هم تا وکړه ، بې ننګه دې هم زه یاد کړمه
ژړا هم ته کوې ، مات کړی دې قسم هم دی
رقیب مې ستا له لاسه بدې شي د سپي له مرګه
خو ستا په مینه راته خدایږو محترم هم دی
د رغیدو نه یم ، څهرې ته مې ائینه مه نیسه
ما خپل نصیب پسې کتلی جام د جم هم دی
د زړه ضربان مې که الله ، الله نارې وهلي
د زړه په کونج کې مې پاللی یو صنم هم دی
جلاله ! ما د بیلتانه ناکردې هم ولیدې
پر ما تیر شوی له قیامت نه لوی ماتم هم دی
جلال امرخېل
22.04.2011
- جلال امرخېل
غزل
لکه چې سره تنور کې څه رنګه لمبه بلیږيداسې مې زړه کې ستا د مخ د یاد جلوه بلیږي
دې تور ماښام کې دا څراغ په څه اسره بلیږي؟چې د ارمان هر یو پرهر مې ورسره بلیږي
یوه ماشومه نجلۍ ناسته ده د پلار قبر ته یوه وړه شمع پر لویه هدیره بلیږي
اورورکي زما د فکر دي ،...
04.05.2011
- جلال امرخېل
د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژل کیدل د پاکستان په ایبټ اباد کې چې د مطبوعاتو په حواله له فوځي چاوڼۍ سره نږدې کور کې اوسیده یوه حیرانوونکي پیښه ده چې د پاکستان خارجي موقف یې ډیر زیانمن کړی دی.
پاکستاني او امریکایي چارواکي دواړه په یوه خوله وايي چې پاکستان په دې اړه نه و خبر او دا عملیات د پاکستاني فوځ او ای اس ای په ناخبرۍ کې ترسره شوي دي.
بلې خوا ته دا هم ویل کیږي چې د سیمې اوسیدونکو ته یو ساعت دمخه د کورونو د څراغونو د مړه کولو او له کوره د نه وتلو...