غزل

لکه چې سره تنور کې څه رنګه لمبه بلیږي
داسې مې زړه کې ستا د مخ د یاد جلوه بلیږي

دې تور ماښام کې دا څراغ په څه اسره بلیږي؟
چې د ارمان هر یو پرهر مې ورسره بلیږي

یوه ماشومه نجلۍ ناسته ده د پلار قبر ته
یوه وړه شمع پر لویه هدیره بلیږي

اورورکي زما د فکر دي ، شیندلي مې دي
کوم مشالونه چې پر لار تازه ،تازه بلیږي

ځار دې د اوښکو له سرخۍ ، اور به مې واخلي وجود
انګار د زړه مې ستا د سترګو په شغله بلیږي

تمام ولس د بی غمۍ په درانه خوب ویده دی
د یو شاعر کور کې لا هم تته ډیوه بلیږي

د زړه زخمونه دې رڼا کوي جلاله اشنا
او که سکروټې د هجران په توره شپه بلیږي

جلال امرخېل