د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن وژل کیدل د پاکستان په ایبټ اباد کې چې د مطبوعاتو په حواله له فوځي چاوڼۍ سره نږدې کور کې اوسیده یوه حیرانوونکي پیښه ده چې د پاکستان خارجي موقف یې ډیر زیانمن کړی دی.
پاکستاني او امریکایي چارواکي دواړه په یوه خوله وايي چې پاکستان په دې اړه نه و خبر او دا عملیات د پاکستاني فوځ او ای اس ای په ناخبرۍ کې ترسره شوي دي.
بلې خوا ته دا هم ویل کیږي چې د سیمې اوسیدونکو ته یو ساعت دمخه د کورونو د څراغونو د مړه کولو او له کوره د نه وتلو امر شوی و.
پاکستان په دې پیښه کې یو ځل بیا له کامیاب سیاست څخه کار واخیست ، ځکه دا امکان نه لري چې له ننګرهاره دې امریکایي الوتکې د پاکستان سیمې ته داخلیږي او پاکستاني چارواکي دې نه ورباندې خبریږي ، سمه نه ده چې د رادار نه معلومونکې الوتکې دې په لنډه فاصله کې هم کشف نه شي ، څنګه کیدای شي چې یوه الوتکه د اسامه د پلویانو له خوا ویشتل کیږي او غورځول کیږي هم خو پاکستاني رادارونه دې دومره ړانده او کاڼه شي چې د اسامه پلویان یې په سترګو ګوري خو پاکستاني رادارونه او چارواکي او ورسره نږدې پرته فوځي چاوڼۍ دې نه ورباندې خبریږي.
د پاکستان کامیاب سیاست یې ځکه بولم چې ، پاکستان د اسامه د وژلو په پیښه کې په مکمله توګه دخیل و او په پوره همکارۍ یې دا کار تر سره شوی دی ، خو له امریکایي چارواکو سره دا ډول معامله او قرارداد ترسره شوی دی چې تاسې او مونږ دواړه خواوې به د پاکستان د ناخبرۍ دعوه کوو.
که څه هم په دې ډول قرارداد سره د پاکستان خارجي سټیټس د یوې لنډې مودې لپاره زیانمنیږي خو دا کار هم پاکستان د داخلي اړودوړ د مخنیوي لپاره کړی، تر څو په داخل کې د بنسټ پالو له پراخ غبرګون سره مخامخ نه شي.
د یو څه د ترلاسه کولو لپاره د یو څه د له لاسه ورکولو فارموله پاکستان تل په خپل سیاست کې عملي کړې، دا یې نوې تجربه نه ده ، پاکستان په خپله خپل خارجي سټیټس د یوې لنډې مودې لپاره خراب کړ خو په داخل کې یې په یوه نه یوه ډول د بنسټ پالو او پاکستاني فوځ مخالفو طالبانو د جنونیت مخه تر ډیره ونیوله او هغوی ته یې په غیر مستقمه توګه دا پیغام ورسوه چې موږ خو له خپلې فوځي چاوڼۍ سره ساتلی یا پناه ورکړې وه ، ورسره مو همدردي وه، خو زمونږ په ناخبرۍ کې ووژل شو.
که پاکستان د اسامه بن لادن په وژلو کې خپل لاس درلودل تاید کړی وای نو لرې نه وه چې پاکستان به د مظاهرو ، پاکستاني طالبانو او القاعده غړو له شدید ګواښ او غبرګون سره مخ وای او هم به یې په اسلامي بلاک کې محبوبیت په صفر کې ضرب شوی وای.
د دې امکان هم شته چې اسامه بن لادن دې یو څه موده دمخه لا د پاکستان فوځ او ای اس ای له لورې نیول شوي وي او دې فوځي چاوڼۍ سره نږدې کور کې دې د نظربند په توګه په څه چل او فریب ساتل شوی وي او اسامه ته قناعت ورکړل شوی وي چې دوی یې خواخوږي دي.
تجربو ښودلې ده چې پاکستان کله هم کوم لوړپوړی طالب یا کوم القاعده نیولی نو تر ډیرې مودې یې له مطبوعاتو پټ ساتلی دی چې د ملا برادر نیونه او د انورالحق مجاهد نیونه یې د مثال په توګه یادولی شو چی د یوه هغه په نیولو یې پس له یوې مودې اقرار وکړ خو د انورالحق مجاهد په نیولوتر اوسه پټه خوله دي.
د اسامه بن لادن د څه موده پخوا نیول کیدو خبره ځکه کوم چې په دې په همدې ورځو کې د اسامه بن لادن مړینه او نه مړینه یو ځل بیا د غربي مطبوعاتو د سر ټکي ګرځیدلي و چې د جرمني او امریکايي هغو مثالونه یې ورکولی شو.
بله خبره د اسامه بن لادن د مړي د تصویرونو ده په کومو چې د اکثره افغاني او پاکستاني رسنیو له لورې تبصرې هم کیږي چې دا د اسامه پخوانی ژوندی تصویر دی چې د فوټو شاپ او یا کوم بل پرمختللي کمپیوټري پروګرام په واسطه جوړ شوی دی او اندیښنې لري چې اسامه نه دی وژل شوی ، بلکې دا یې جعلي تصویران دي،
دا تصویران چې په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي رښتیا هم جعلي دي ، بلکې د دوه زره شپږم کال هماغه تصویران دي چې د جرمني مطبوعاتو له لورې خپاره شوي ول، هیڅ یوې معتبرې غربي میډیا دا تصویر د اسامه بن لادن د مړي د تصویر په حیث نه دی خپور کړی او نه امریکایي چارواکو دا تصویر د هغه د مړي د تصویر په حیث تاید کړی یا خپور کړی دی.
دا تصویرونه که په ځنو غربي میډیاو کی کاریږي هم ، هغوی یې یوازې د سمبول په توګه کاروي ، هغوی هم دا مني چې دا جوړ شوی تصویر دی ، خو اوس یې یوازې د سمبول په شکل کاروي. یانې د مړي د اصلي تصویر په توګه نه.
شاید د اسامه د مړینې اصلي تصویرونه او حتا ویډیوګانې هم خپرې شي خو لږ انتظار ورته په کار دی.
د اسامه په وژلو سره به د امریکا خلاف روان تشدد کم نه شي ، بلکې لکه څنګه چې ویل کیږي دا تشدد به نور شدت پیدا کړي ، په تیره د اسامه بن لادن مړی عربی سمندر ته غورځول به د عامو اسلامي بلاکونو کینه هم راوپاروي او په یوه نه یوه ډول به د بنسټ پالنې لاره غوره کړي، البته که چیرې د امریکا دا دعوه رښتیا وي چې مړی یی سمندر ته غورځول شوی دی.
خو د اسامه مړینه به د افغاني طالبانو په موقف هیڅ کوم منفي اغیز و نه کړي ، یا به یې اغیز ډیر کم وي، ځکه هم هغوی او هم ټوله دنیا اوس په دې پوهیږي چې طالبان یوازې د افغانستان لپاره جنګیږي ، طالبان په افغانستان کې له القاعده نه جلا او یوه پیاوړې ډله ده ، چې د پراخ ولسي ملاتړ څخه برخمنه ده.
په افغانستان کې د القاعده حضور د طالبانو په پرتله پنځه سلنه هم نه تشکیلوي ، له دې څخه یې هم اندازه لګولی شو چې طالبان د اسامه پر مړینه تر اوسه چوپه خوله دي او کوم جدي غبرګون یې نه دی ښودلی ،معنا دا چې هغوی به د اسامه پر مړینه د اسلامي همدردۍ او جهادي مفکورې په شراکت یو څه خواشیني ضرور وي خو په خپله روانه مبارزه یې د وژنې هیڅ کومه منفي تاثیر نه احساسوي.
اوس همدومره
جلال امرخېل