غزل

مخ ته دې لاس نیولی ، مخ ته دې پرده نیولې
د لمر شغلو ته دې د سرو ګلو غونچه نیولې

ټوپک په لاس ، خو د دښمن مرګ پسې نه شم وتی
مور مې په وره کې راته خپله لوپټه نیولې

د زړه درزا مې د جانان تر زړه و نه رسیده
د پرهر شور مې پر سر ټوله ښاریه نیولې

په قرانونو ، جوماتونو رانه ځان خلاصوي
نن مې په دروغو کې هغه وړه ، پخه   نیولې

اوس یې پر قبر د خوشال ، د پښو ګرد پریوځي
اوس مغل خیلو له پښتونه تاتره نیولې 

زلفې دې  بیا شوې تاوې ، تاوې  د تندي له خاله
د ابرهه لښکرو بیا ګوره کعبه نیولې

لکه چې بیا دې کوم یو ښکلي زړګی بیرته درکړ
جلاله بیا دې چې خپل مخ  ته ائېنه نیولې

جلال امرځېل