کشمالي


غزل / جلال امرخېل

غزل د مخ نور پسې دې واړه مخلوقات مات د تور سترګو د شين سترګو نظرمات مات بيا مې زړه کې شوه غوغا ستا د غمونو د ګورګينو لښکر بيا شو په هرات مات ته د کوم يوه له درده واويلا کړې ؟ زما زړه ستا د بنګړيو غوندې مات ، مات ښکليه ! ستا د محبت وحدانيت و م

04.03.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل ځان مې ورسپارلی دی چې څه لوبې په ما کويخوښه اوس د عشق ده چې روا که ناروا کوي زه یې په فریاد او واویلا غواړم خو نه راځيمرګ هم جوړ  زما په بې وسۍ پورې خندا کوي زه پخوا په خپل وجود کې دومره تیر و بیر نه وم زړه مې اوښکې اوښکې شو او سترګې مې درزا کوي درد له په کتو مې یاران ووایي چې مړ ښه یې داسې چې دښمن مې هم په حال باندې ژړا کوي نه خو دې څوک ښه کوي چې بد په بیرته نه ویني نه دې څوک وفا کوي او نه به څوک جفا کوي

02.03.2011 جلال امرخېل

عیسی ع ته ....... یو منظوم خط / جلال امرخېل

عیسی ع ته .........  یو منظوم خط ستا راتګ هم  د هغې د خولې وعده شوهچې هر څومره لنډیده هومره اوږده شوه تر دې پس نو انتظار د څه خبرې ؟د راتګ دې هره نښه راښکاره شوه د ماجوج لښکرو هم غرونه سوري کړل له اوه سمندرونو نه راتیر شول لرې نه ده چې کعبه به بتخانه کړي د اقصی له دیوالونو خو چاپېر شول

19.02.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل شرنګولې په کوڅو کې د دې ښار دي زولنې ماد پرهر  په شور لیکلې ، د فکرونو ترانې ما

15.02.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل زما په زړه کې دې چې مات کړ کوم خنجر ، دلبرېد دې به پاتې تر ابده وي اثر ،دلبرې ما به بیا هم زړه راټول کړی و مګر ، دلبرېکه مې په تا و یو ذره پاتې باور ، دلبرې څنګ په یوه ژړا له هر څه نه منکره شولېڅنګه دې پټ کړلو په دوه و ګوتو لمر ، دلبرې ته ګرمه نه یې

05.02.2011 جلال امرخېل

د بر کلی هلکه .... سندره / ښاغلی کاروان

د کاروان صیب مینه ناک زړه به ټولو ته معلوم وی ، تیره ورځ می په ام اس ان کی ورباندی غږ وکړ له سلام کلام نه پس می ورته ویل چی استاده  ډیر سخت درنه خفه یم ، نو یی راته ولیکل چی غم مه کوه څوک چی سخت خفه کیدی شی هغه سخت خوشالیدی هم شی. شیبه تیره نه وه چی زما په ام اس ان لګیدلی  د بلوڅۍ خولۍ والا عکس ته یی په فی البدیهی ډول دا سندره راپیل کړه ، چی د سندری تر پایه رښتیا هم سخت ورنه خوشاله شوم او زړه می ور

03.02.2011 جلال امرخېل

زما خوب ما له واپس کړه / جلال امرخیل

نظم ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه ورته وایه ولې ما باندې شرمیږې که پر ما د غربت ورځې دي تیریږي خدای به خیر کړي ته نو څه وارخطا کیږې ************ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه ورته وایه ستا چې خوښه جدایي ده زما هم په زړه ارمان نه شته ،که شته هم دا دنیا بې له هغې نه ارماني ده ************ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه ورته وایه که یاري  ختمول غواړې زه پښتون یم سترګې نه شم بدلولی ته اختیار لرې چې هر

02.02.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل چا وې چې زما پر مخ پراته اویا نقابه دي دا خو یاره ستا پر مخ پراته اویا نقابه دي لګي که خوږه ، خوږه همدا دې رژوي سبا ګله د  هوا پر مخ پراته اویا نقابه دي ښایي چې اولس مې په اویا رنځونو واړوي اورم ، د پاچا پر مخ پراته اویا نقابه دي اور به وي

29.01.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل  که منصور وي خوبولی ما دې مړ کړيمحبت چې شي ښاغلی ما دې مړ کړي که وطن مې په وژنو ازاديږي اول ما دی ځان منلی ،ما دې مړ کړي زه په خوب ويده اولس ته مزاحم يمد زړه شور مې دې کړي غلی ،ما دې مړ کړي سترګې ستا له سترګو نه شم اړولی را اوچت دې ش

24.01.2011 جلال امرخېل

جلال ته !

ته خزان وهلې ونه او یاران دې لکه پاڼېورځ په ورځ درنه رژیږي یه د مینی سمندره لږ راکم شه لږ راتم شه که دی شور شاعرانه دی او خلوت دی رندانه دی خو یاران دی هم ګرم نه دیدوی پوهیږی او ډاریږی سمندر ته چی څوک ګډ شینو ډوبیږی او غرکیږی ځکه ځکه خو ملګری ورځ په ورځ درنه ستنیږی ځان ته مه وایه چی غر یم

23.01.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل یه د زړه درده ! د زړه درد له مې دوا هم ته یې زما قاتلې!  زما ژوند له مسیحا هم ته یې په نه خبره چې له ما نه مرور  وې ته وېپه نه خبره اوس له ما سره پخلا هم ته یې پرون هم ته وې هغه بله شپه هم ستا وعده وه سبا بیګا نه دې قربان سبا بیګا هم ته یې

04.01.2011 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخیل

غزل څه دی ژوندون څه دی خو تکرار د حوادثو دی موږ په سر اخیستی دا روزګار د حوادثو دی دا چې د غم هر کاڼی زما د زړه په سر لګيما باندې جوړ ، شوی اعتبار د حوادثو دی شپه د شوګیرو او  مازیګر  وي  د وعدو شیبه راشه ګلې راشه شین سهار د حوادثو دی وخت

29.12.2010 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخیل

غزل لکه چې بیا په غلط لوري تر رڼا روان یم سیوری مې مخکې دی او زه پسې تر شا روان یم چې ستا له لوري راروان یم ، یم په ځمکه کې ډوب چې ستا په لوري در روان یم په هوا روان یم

21.12.2010 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل زلفې ، دواړه سترګې دي ماران ، ماران مرګ ته مې يو ځای شول ښاماران ، ماران خوري مې ؛خو پېرزو مې په يخنۍ نه دي ساتم په لستوڼي کې ياران  ، ماران زه چې ژاړم نه راجيګوي باڼهپريوځي دروند خوب ته په باران ، ماران ښکلې جينکۍ د باغيچې مچۍ ښکلي هلکان

30.11.2010 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل په بې وسۍ کې د ناکام د خندا رنګ لري زړه د وخت د هر جبر د هرې ادا رنګ لري زړه اوس که تک شين شو دا خو ستا له اسماني غروره کنه اوبو غوندې مې ګرانه صفا رنګ لري زړه مه غواړه دا چې دې نامه له زړه نه اوباسمه په دې بې رنګه زندګۍ کې همدا رنګ لري زړه له مجبوريته د

29.10.2010 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل چې د وجود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني د خپل جمود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني که دې په سترګو کې درولوېدم خطا مې څه ده ؟ تا وې چې دود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني  دوی د خليل د اور ګلزار باندې قائېله نه دي دوی د نمرود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني ښکلي په راز د خپل جمال د تخليق ن

18.10.2010 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل ځان ته مې ورکړلې وعدې ،چې هېرولی دې شم زما د ژوند بلې لمبې ! ،چې هېرولی دې شم د مخه ښه پر وخت دې ولې سترګې وپړسېدې تا خو په خپله راته وې ،چې هېرولی دې شم دا طريقه د هېرولو درنه هېره مه شه چې جوابونه رالېږې ،چې هېرولی دې شم ما خو به هر څه ويل ،

16.10.2010 جلال امرخېل

نظم: هغه شپه به په ما څه رنګه تېريږي / جلال امرخېل

نظم هغه شپه به په ما څه رنګه تېريږي چې ستا فون راشي چې زه يې بل ته ورکړم مور او پلار مې زما زړه ته پام و نه کړ په خپل واک شول په خپل زړه يې بل ته ورکړم هغه شپه به څه په چېغو چېغو ژاړم ته به څه په جان قربان وايې چې خير دی زه به ښې ډېرې کنځلې درته وکړم ته به بيا هم راته ګران وايې چې خير دی

08.10.2010 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل څه د وطن ، څه د سفر ، څه د هغې زخمونه راته را نه کړل کومې ، کومې حادثې زخمونه زړه مې ورولېږه چې ځای پرې د بل داغ وښيه زړه يې واپس کړ ، ويل ځايږي پرې دوه درې زخمونه ځار دې د شونډو له پاړونو ، ورته مه ورګوره د ائېنې سترګو کې څه له ټوکوې زخمونه کلونه ت

28.09.2010 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل څومره په غرور ، راستون د مينې له بايلاته يې وه زړه ! راتېر شوی د جنون له کوم حالاته يې ؟ څومره ډېر مغرور سرونه ستا په در کې ښکته دي حسنه ته بې شکه چې د خدای تعالی له ذاته يې يه زما د خاورې ګله ! ځان دې خاورې مه ګڼه ته هم يوه برخه د نړۍ د کائېناته يې

26.09.2010 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل هم ترخه ده هم خوږه لکه هغه د ژ وندون هره شېبه لکه هغه اندامونه مې له ما نه بېلوي زوروي مې زمانه لکه هغه د بېلتون هره ګړۍ ده لکه زه د وصال هره لمحه لکه هغه د وريځو لوپټه کې پټېده سپوږمۍ ما نه شرمېده لکه هغه

17.09.2010 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

 غزل دغه د ستړي خوب تعبير درسره غواړم چې ژوند مې کړم تفسير درسره ته چې په کومه لاره ځې ګل مخيه ځي د نشه وږمو بهير درسره لاړ وم چې ستا خوشالي ستا وه تنها راغلم چې وژاړم ستا وير درسره طالب ور مه شه د کاپرو په لاس د چا زړګی مه شه اسير درسره

15.09.2010 جلال امرخېل

تازه غزل / جلال امرخېل

تازه غزل د دردونو سلسله ده ؛خو خوږه ده د ژوندون ميوه ترخه ده ؛خو خوږه ده ستا نامه په احترام اخلي ، ښه لګي د رقيب د خولې کيسه ده ؛خو خوږه ده زه روان يم ، رخصتېږم ته ژړېږې څه د غم ډکه صحنه ده ؛خو خوږه ده زما سترګو کې ګيله ده خو ترخه ده ستا پر شونډو

07.09.2010 جلال امرخېل

محب الله بهرام ته ،چې مړينې يې ډېر ودردولم./ جلال امرخېل

محب الله بهرام ته ،چې مړينې يې ډېر ودردولم. يوازې ته خو نه وې ، لمر هم درسره پرېواته له پورې غره نه مازيګر هم درسره پرېواته د ديدنونو انتظار زبېښلی رنګ نيولی لکه ،چې ستوری د سحر هم درسره پرېواته د پکتيکا د غزالانو شهزاده بهرامه ! له ګړنګونو نه هنر هم درسره پرېواته

21.07.2010 جلال امرخېل

غزل / جلال امرخېل

غزل لږ به له خلکو نه شو لرې ، په دا توره تياره راځه چې سپينې کړو خبرې ، په دا توره تياره که غره کې مړ شوم بيا به نه راباندې سر شوکوې رانه دې وغوښتې ګورګورې ، په دا توره تياره موږ چې شوو غاړه غړۍ ستا د راختو څه ضرور ؟ سپوږمۍ بدبختې ، لنډغرې ! په دا توره تياره

16.07.2010 جلال امرخېل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more