غزل

څه د وطن ، څه د سفر ، څه د هغې زخمونه
راته را نه کړل کومې ، کومې حادثې زخمونه

زړه مې ورولېږه چې ځای پرې د بل داغ وښيه
زړه يې واپس کړ ، ويل ځايږي پرې دوه درې زخمونه

ځار دې د شونډو له پاړونو ، ورته مه ورګوره
د ائېنې سترګو کې څه له ټوکوې زخمونه

کلونه تېر شول خو لا اوس هم څوارلسمه سپوږمۍ
تازه کوي زما پر زړه ستا د وعدې زخمونه

زما د لاس د تقدير کرښې مزدورۍ ورانې کړې
ته په نکريزو ، د لاسونو پټوې زخمونه

هره نقطه شوه د جلال د وجود زخم زخم
ګلابه وايه  نور به څومره ورکوې زخمونه

جلال امرخېل