غزل

څومره په غرور ، راستون د مينې له بايلاته يې
وه زړه ! راتېر شوی د جنون له کوم حالاته يې ؟

څومره ډېر مغرور سرونه ستا په در کې ښکته دي
حسنه ته بې شکه چې د خدای تعالی له ذاته يې

يه زما د خاورې ګله ! ځان دې خاورې مه ګڼه
ته هم يوه برخه د نړۍ د کائېناته يې

ته لکه هنداره زما ، زه وم لکه ستا  بنګړی
ستا پر مړوند روغ يم ؛خو زما له لاسه ماته يې

هسې مې کاپر زړګی له تا نه اسره نه کوي
يا به چرته لاته يې او يا خو به مناته يې

ما به خپل جلال درته له غره و غورځولی خو
ته په خپل جمال باندې مغروره ډېره زياته يې

جلال امرخېل