غزل
هم ترخه ده هم خوږه لکه هغه 
د ژ وندون هره شېبه لکه هغه
اندامونه مې له ما نه بېلوي 
زوروي مې زمانه لکه هغه
د بېلتون هره ګړۍ ده لکه زه 
د وصال هره لمحه لکه هغه
د وريځو لوپټه کې پټېده 
سپوږمۍ ما نه شرمېده لکه هغه
د زړه درده ! ته هم خدای کړې د جلال 
د وجود يوه يو حصه لکه هغه
جلال امرخېل
		
			
					
					
						
							15.09.2010
						
						 - جلال امرخېل
					
					 غزل
دغه د ستړي خوب تعبير درسره غواړم چې ژوند مې کړم تفسير درسره
ته چې په کومه لاره ځې ګل مخيه ځي د نشه وږمو بهير درسره
لاړ وم چې ستا خوشالي ستا وه تنها راغلم چې وژاړم ستا وير درسره
طالب ور مه شه د کاپرو په لاس د چا زړګی مه شه اسير درسره...
			 
			
					
					
						
							26.09.2010
						
						 - جلال امرخېل
					
					غزل
څومره په غرور ، راستون د مينې له بايلاته يې وه زړه ! راتېر شوی د جنون له کوم حالاته يې ؟
څومره ډېر مغرور سرونه ستا په در کې ښکته دي حسنه ته بې شکه چې د خدای تعالی له ذاته يې
يه زما د خاورې ګله ! ځان دې خاورې مه ګڼه ته هم يوه برخه د نړۍ د کائېناته يې...