غزل
دغه د ستړي خوب تعبير درسره 
غواړم چې ژوند مې کړم تفسير درسره
ته چې په کومه لاره ځې ګل مخيه 
ځي د نشه وږمو بهير درسره
لاړ وم چې ستا خوشالي ستا وه تنها 
راغلم چې وژاړم ستا وير درسره
طالب ور مه شه د کاپرو په لاس 
د چا زړګی مه شه اسير درسره
په سپينه خوله چې شوې امير جلاله 
وي به دعا د کوم فقير درسره
جلال امرخېل
		
			
					
					
						
							07.09.2010
						
						 - جلال امرخېل
					
					تازه غزل
د دردونو سلسله ده ؛خو خوږه ده د ژوندون ميوه ترخه ده ؛خو خوږه ده
ستا نامه په احترام اخلي ، ښه لګي د رقيب د خولې کيسه ده ؛خو خوږه ده
زه روان يم ، رخصتېږم ته ژړېږې څه د غم ډکه صحنه ده ؛خو خوږه ده
زما سترګو کې ګيله ده خو ترخه ده ستا پر شونډو...
			 
			
					
					
						
							17.09.2010
						
						 - جلال امرخېل
					
					غزل
هم ترخه ده هم خوږه لکه هغه د ژ وندون هره شېبه لکه هغه
اندامونه مې له ما نه بېلوي زوروي مې زمانه لکه هغه
د بېلتون هره ګړۍ ده لکه زه د وصال هره لمحه لکه هغه
د وريځو لوپټه کې پټېده سپوږمۍ ما نه شرمېده لکه هغه...