تازه غزل
د دردونو سلسله ده ؛خو خوږه ده
د ژوندون ميوه ترخه ده ؛خو خوږه ده
ستا نامه په احترام اخلي ، ښه لګي
د رقيب د خولې کيسه ده ؛خو خوږه ده
زه روان يم ، رخصتېږم ته ژړېږې
څه د غم ډکه صحنه ده ؛خو خوږه ده
زما سترګو کې ګيله ده خو ترخه ده
ستا پر شونډو بهانه ده ؛خو خوږه ده
ستا بېلتون دی ، ستا يادونه راسره دي
رانه تاوه سره لمبه ده ؛خو خوږه ده
د يارۍ نه ده جلاله ! ښه پوهېږم..
چې جلۍ لږه وړه ده ؛خو خوږه ده
جلال امرخېل
04.09.2010
- جلال امرخېل
هسې خو جلال امرخېل شاعر دى او داسې د شاعرۍ په ګلبويه اوبو لمبېدلاى شاعر دى، چې د وجود په هره حصه او د خولې په هره خبره كې يې د ګلورينې شاعرۍ رنګونه څرګند دي.
د هغه ناسته ولاړه، راشه درشه، سلام كلام او بالاخره ټول ژوند شاعرانه دى. د مسلك په لحاظ ښاغلى جلال اوس له هېواده ډېر لرې په بلجيم كې اقتصاد لولي، په دې څانګه كې به لسانس اخلي، ماستري به په كې كوي او له دوكتور...
15.09.2010
- جلال امرخېل
غزل
دغه د ستړي خوب تعبير درسره غواړم چې ژوند مې کړم تفسير درسره
ته چې په کومه لاره ځې ګل مخيه ځي د نشه وږمو بهير درسره
لاړ وم چې ستا خوشالي ستا وه تنها راغلم چې وژاړم ستا وير درسره
طالب ور مه شه د کاپرو په لاس د چا زړګی مه شه اسير درسره...