هسې خو جلال امرخېل شاعر دى او داسې د شاعرۍ په ګلبويه اوبو لمبېدلاى شاعر دى، چې د وجود په هره حصه او د خولې په هره خبره كې يې د ګلورينې شاعرۍ رنګونه څرګند دي.
د هغه ناسته ولاړه، راشه درشه، سلام كلام او بالاخره ټول ژوند شاعرانه دى. د مسلك په لحاظ ښاغلى جلال اوس له هېواده ډېر لرې په بلجيم كې اقتصاد لولي، په دې څانګه كې به لسانس اخلي، ماستري به په كې كوي او له دوكتورا سره به كه خداى كول خپل هېواد ته راستنېږي؛ خو دې دواړو بېلابېلو څانګو يانې شاعرۍ او اقتصاد سره سره تر كومه چې ما جلال او د هغه شاعري لوستې ده؛ نو ځاى ځاى او وخت په وخت له يو ډېر قوي سياسي شعور سره هم مخ شوى يم، چې دلته زه غواړم د ښاغلي جلال پر همدې خوا د هغه له كتابه يو څه ووايم.
د ښاغلي جلال سياسي شعور و فكر مو كه له يوې خوا د هغه له شاعرۍ او مسلكه رابېل كړ؛ نو له بلې خوا يې ريښه بېرته په شاعرۍ پورې تړل كېږي هم او هغه داسې چې زما په اند ښاغلى جلال په ټوله مانا يو شاعر زړګوټى، وجود او ژوند لري، د هغه اروا شاعره ده او دا چې ارواښاد غني خان بابا ويلي دي، چې د شاعر پر بدن پوستكى نه وي او هغه د زمانې هره ناخواله ګرمي او يخني له نورو وګړيو په بېل او اصلي رنګ كې حس كوي؛ نو دا چې ښاغلى جلال هم په ټوله مانا شاعر دى، دى هم د خپل ګران هېواد سياسي ګرمي او يخني له نورو په بېل او اصلي بڼه حس كوي، د هغه زړه شاعر دى، هغه په هرې وړې او لويې سياسي ګرمۍ و يخنۍ باندې دومره ژور دردېږي، چې له جلاله چيغې وباسي، همدا لامل دى چې په دې (شېخ فريده، پټه خوله دې بهتري ده) دور كې جلال چيغې وهي، چې:
په پټه پټه نه كېږي اشنا مخالفت
په كار دى د سقاو ښه برالا مخالفت
دربار و او سركار و، خو ناتار يې په قام
اعلان كړ د مغول چې خوشالا مخالفت
سبا مې په سل واره بدترېږي تر پرون
كووم ځكه د دور د بقا مخالفت
چې هم يې د سر خير غواړې او هم د سر بلا
په دې ډول خو نه كېږي د چا مخالفت
ځه خير! زه يې منم خو عجيبه خبره نه ده؟
نظام ته تبليغات او د پاچا مخالفت
جګړې د ارزښتونو زموږ لارې كړې جدا
په سرو سپينو خو نه و زما او ستا مخالفت
جلال اشنا مې لكه څرنګه چې په شاعرۍ كې استادانه برېښي، دغسې يې رنګ په سياست كې هم استادانه دى، ځكه په پورته سياسي شعر كې يې د هرې خبرې دليل ته وګورئ. ويل كېږي اوسنى دور د ګونګو خبرو او نظريو د منلو نه دى، اوس هر څه سپين او په ډاګ شوي دي، هر څوك په هر څه پوه شوي دي، كه يو څوك پر چا خپله خبره مني؛ نو په كار ده چې د خپلې خبرې تر شا قوي او قانع كوونكي دلايل هم ودروي، كنه پر خبره او نظر به يې څوك سر هم ونه ګروي، د دلايلو راوړل نه يوازې په سياسي بحثونو او مذاكرو كې اهميت لري؛ بلكې اوس په ښوونځيو كې زده كوونكي له خپلو ښوونكيو د رياضي او فزيك د فورمولو ثبتونه هم غواړي او دا ورسره نه مني، چې دوه جمعه دوه څلور كېږي، هغوى وايي، چې دوه جمعه دوه ولې څلور كېږي؟
هسې خو د جلال شاعري د ښاغلي الهام په وينا شرنګېدلې شاعري ده؛ په دې مانا چې زياتره خبرې يې په يو نه يو ډول د جينكو په يارانې پورې تړلي دي؛ خو جلال په دې منځ منځ كې په ځينو شعرونو كې د هېواد او نړۍ سياسي حالاتو ته هم اشاره كړې ده او ډېره ښه يې كړې ده. هغه د خپل يو مست او شرنګېدلي غزل په يو بيت كې د لر و بر پښتون ددې روانې سترې غمېزې ډېره اوږده كيسه رااخيستې او ترپايه يې رسولې ده، هغه وايي:
لښكر په لر وطن ډاډه په يرغل ځكه ورځي
د بر وطن د قتل عام نشه يې سترګو كې ده
جلال پر دې پوهېږي، چې د لر او بر وطن ژوند و مرګ سره تړلي دي، كه له لوېديځه دې راغلي لښكر په بر وطن كې قتل عام نه و كړى؛ نو په دومره ډاډه زړه لر وطن ته نشو ورتلاى؛ د هغه له پورته بيت څخه هغو لوريو او مشرانو ته هم ويكتورونه كش شوي دي، چا چې دا لښكر راوستى او دلته يې پرې قتل عام كړى دى.
جلال ځوان دى، د ځوانۍ جذبات او احساسات ترې كله كله له قابو هم وځي؛ خو كه كله پر غږ كوې او غواړې چې ځان ته يې په پام كې كړې؛ نو بيا دې تر هغې خبره اوري او تر هغې درته غوږ ږدي، تر څو دې چې خبره خلاصه شوي نه وي، هغه كه ځان پړ محسوس كړي، نو په ورين تندي خپله پړه مني نه درسره مصنوعي دلايل وايي او نه هم درسره بحث كوي، زه چې كله ګورم، چې جلال دغسې احساساتو په مخه كړى دى؛ نو وخت ناوخت پرې غږ كوم چې جلاله! يوازې خپل اوس ته مه ګوره، خپل راتلونكى هم بايد په پام كې ولرې او په خپل اوس كې بايد هېڅكله داسې قدم وانخلې، چې په راتلونكي كې پرې پښېمانه شې، جلال يې راسره په ورين تندي مني او منلي يې هم دي. زه مې اوس پر ورور غږ كوم چې د جوش پر ځاى له هوش نه كار اخيستل د لويو خلكو كار وي او لويان وايي، چې برى هم په دې كې دى.
جلال كله كله په سياسي برخه كې هم د خپلو دغو ځوانو احساساتو تر اغېز لاندې راځي او هغه څه وايي، چې هېڅوك يې نشي ويلاى، زه يې دلته يو شعر رااخلم، هغه وايي:
ژوند له ژوند نه د منكرو لاس ته غورځي
ارزښتونه د كافرو لاس ته غورځي
زولنې د مخورو لاس ته غورځي
فيصلې د جوارګرو لاس ته غورځي
د كابل په حورو بيا تبه خوره ده
بيا ناهيد د لنډه غرو لاس ته غورځي
د خپل سر بيه ټاكل به غنيمت وي
ښاريه د سوداګرو لاس ته غورځي
دا ياران مې د دربار پښو ته ټيټ شول؟
كه دربار مې د ملګرو لاس ته غورځي؟
د پاچا له بېوسۍ نه معلومېږي
چې حالات د څڼورو لاس ته غورځي
د پښتانه په ورك وجود پسې په لر او بر كې ډېرو ليكوالو، شاعرانو او پښتونپالانو چيغې، نارې سورې كړي دي؛ خو پښتون په خپل شته وجود كې موجوديت نه لري او خپله له خپل ځانه ورك دى د رحمت شاه سايل په وينا خپله د خپل ځان په لټون پسې راوتى دى. جلال امرخېل هم په دې نارو سورو كې ځان راګډ كړى دى، لاندې شعر يې دومره جذباتي دى او له دومره احساساتو ډك دى، چې هرې نيمبيتې ته يې رديف وركړى دى او لكه د غزل غوندې يې لومړى نيمبيته بې رديفه نه ده پرېښې، مانا هره كرښه يې ځانته مضمون دى او د هر مضمون په رايادولو خپله غوښتنه تكراروي، چې كابل پښتون كړئ.
كابل پښتون كړئ، پردى كېږي چې پښتون نشي
په سوداګرو به خرڅېږي چې پښتون نشي
وران شو او لاپسې ورانېږي چې پښتون نشي
په رغېدو خو نه رغېږي چې پښتون نشي
د زړه پرهر به يې شړېږي چې پښتون نشي
په وينو سترګو په ژړېږي چې پښتون نشي
لكه د ګل به ورژېږي چې پښتون نشي
بس خو وجود يې محوه كېږي چې پښتون نشي
ورځ يې له بلې بدترېږي چې پښتون نشي
او تر هغې نه ابادېږي چې پښتون نشي
په دې شعر كې ښاغلي جلال د كابل لپاره ډېر ښه تجويز وړاندې كړى دى، ماته يې د رحمت شاه سايل دا شعر راياد كړ، چې:
پېښور او كابل دواړه دوه ياران دي
لكه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي
د دونيا د ابادۍ دعوې دروغ دي
چې تر څو د پښتنو كورونه وران دى
رښتيا هم تر هغې چې كابل پښتون شوى نه وي؛ نو اول خو د هېڅ شي د كېدو امكان نشته او كه وهم شي؛ نو داسې به وي لكه چې نه وي شوي.
د جلال په دې دويم كتاب كې د هغه ژور او پوخ سياسي شعور، چې ډېر كلك او پاخ دلايل يې هم تر شا ولاړ دي، له ورايه ښكاري چې دا ددې څرګندونه كوي، چې جلال له وطن نه ډېر لرې په بلجيم كې هم د هېواد له حالاتو بې پروا او بې غمه نه دى، بلكې وخت ناوخت يې د هېواد سياسي حالات تعقيب كړي، څېړلي او فكر يې پرې كړى دى.
زه په پاى كې خپل ګران جلال ته د هغه د دويم كتاب مباركي وايم او غوښتنه ترې لرم، چې همدا اوس دې د خپل راتلونكي لپاره د خپل شخصيت بنسټونه كلك كړي، ځكه زه پر دې باوري يم چې په راتلونكى به د جلال په قدم قدم حساب كوي او له جلاله به په ځينو ځايونو كې د ځينو پوښتنو ځوابونه غواړي، خداى مه كړه چې دى ورته بيا بې ځوابه شي.
پاى