محب الله بهرام ته ،چې مړينې يې ډېر ودردولم.
يوازې ته خو نه وې ، لمر هم درسره پرېواته 
له پورې غره نه مازيګر هم درسره پرېواته
د ديدنونو انتظار زبېښلی رنګ نيولی 
لکه ،چې ستوری د سحر هم درسره پرېواته
د پکتيکا د غزالانو شهزاده بهرامه ! 
له ګړنګونو نه هنر هم درسره پرېواته
ستا هر ملګری د زړګي په زنګنونو باندې 
لکه چنار لکه نښتر هم درسره پرېواته
تر ګلابي سترګو دې ځار ، د تور دکن خاورو ته 
نرګس ، نرګس او نېلوفر هم درسره پرېواته
پر ګودرونو د رازونو ژبې جل وهلي 
د ماښامونو شور او شر هم درسره پرېواته
جلال امرخېل
		
			
					
					
						
							16.07.2010
						
						 - جلال امرخېل
					
					غزل
لږ به له خلکو نه شو لرې ، په دا توره تياره راځه چې سپينې کړو خبرې ، په دا توره تياره
که غره کې مړ شوم بيا به نه راباندې سر شوکوې رانه دې وغوښتې ګورګورې ، په دا توره تياره
موږ چې شوو غاړه غړۍ ستا د راختو څه ضرور ؟ سپوږمۍ بدبختې ، لنډغرې ! په دا توره تياره...
			 
			
					
					
						
							04.09.2010
						
						 - جلال امرخېل
					
						
							
						
					هسې خو جلال امرخېل شاعر دى او داسې د شاعرۍ په ګلبويه اوبو لمبېدلاى شاعر دى، چې د وجود په هره حصه او د خولې په هره خبره كې يې د ګلورينې شاعرۍ رنګونه څرګند دي.
 
 د هغه ناسته ولاړه، راشه درشه، سلام كلام او بالاخره ټول ژوند شاعرانه دى. د مسلك په لحاظ ښاغلى جلال اوس له هېواده ډېر لرې په بلجيم كې اقتصاد لولي، په دې څانګه كې به لسانس اخلي، ماستري به په كې كوي او له دوكتور...