غزل

لږ به له خلکو نه شو لرې ، په دا توره تياره
راځه چې سپينې کړو خبرې ، په دا توره تياره

که غره کې مړ شوم بيا به نه راباندې سر شوکوې
رانه دې وغوښتې ګورګورې ، په دا توره تياره

موږ چې شوو غاړه غړۍ ستا د راختو څه ضرور ؟
سپوږمۍ بدبختې ، لنډغرې ! په دا توره تياره

وچکالي را مه شه په دې غربت ځپلي وطن
جينکۍ مه شه مرورې ، په دا توره تياره

ورځ خو د ښکليو غوندې پرېښودم په ژيړ مازيګر
شپه شوه زما د درد ملګرې ، په دا توره تياره

جلاله ! زه به مې د زړه درزونه ورولم خو
هغه دې نه وايي سندرې ، په دا توره تياره

جلال امرخېل