ښاغلی عارف همدرد ښه وايي ، درانه تل درانه وي.
غواړم د ښاغلي همدرد د وروستۍ خپرې شوې ليکنې په اړه يو څو خبرې درسره شريکې کړم کومه يې چې تر ډېره ښاغلي نصرت الهام ته په سپکاوي راڅرخي. زه به تر ډېره کوښښ وکړم چې د چا په شخصي حريم رانه تېری و نه شي او خدای مه کړه د چا زړه رانه ازار نه شي .
د ښاغلي همدرد دا ليکنه دوه ورځې مخکې د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند په وېبپاڼه ( پښتونخوا ) کې خپره شوې وه ،چې په ټول افغان کې له خپرې شوې ليکنې سره يو څه توپير لري ، په نوموړې ليکنه کې ډېرې سپکې سپورې ليکل شوې وې ، د ليکوالۍ او قلم عفت تر پښو لاندې شوی و او هاغه خبرې په کې ر ا اخيستل شوې وې ،چې زموږ ځنې ملګري يې په تنکۍ ځوانۍ کې له همزولو نه په لارو کوڅو کې او يا د بورډ په بازار کې اوري لکه : د سپي په خوله درياب نه مرداريږي ، د شهرت لپاره د جومات هغه کيسه او يا دا چې خپل بل فرهنګي ملګري ته وليکه ،چې په تذکره کې دې نوم بدل کړه ،چې بچيانو ته دې پېغور پاتې نه شي.
د دې خبرو په لوستلو مې تر ښاغلي الهام زياته خوا ښاغلي همدرد ته بده شوه ؛ځکه دې کنځلو د ده په خپله پوهه دلالت کاوه ؛نو مې له واره د نوموړې وېبپاڼې مشر ته تليفون وکړ ، له ښاغلي حاجي نصير ستوري سره مخ شوم ، ټول جريان مې ورته ووايه ، ستوري صيب د خپل مهربانه شخصيت له مخې په دې کار او دې ليکنه ډېر ژور خفګان څرګند کړ ، ويې ويل چې الهام صيب زه پېژنم ، زما ملت او ټولنې ته يې ډېر کار کړی ، زه ورته درناوی لرم او زه هېڅ چا ته د دې اجازه نه ورکوم چې د پښتنو له دې سنګر نه دې په يوه عادي پښتون پسې هم کنځل خپاره شي ، الهام خو لا زموږ يو منلی شخصيت دی ، ستوري صيب وويل ،چې زه همدا اوس د پاڼې تخنيکې همکار سره اړيکې نيسم او ليکنه ړنګوم ، کور يې ودان چې د سترګو په رپ کې يې ليکنه ړنګه کړه ، د ښاغلي نصيرستوري په څېر د ملي څټو نه د همدومره مهربانۍ تمه کېدی شي.
همدا ليکنه يوه ورځ پس په ټول افغان کې له يو څه ادلون بدلون او اصلاح نه پس راڅرګنده شوه ، که د ټول افغان ادارې دا ليکنه خپروله نو کاشکې يې بيا له ټولو اخلاقي نيمګړتياوو سره خپره کړې وه تر څو لوستونکي پوه شوي وای ،چې ښاغلی همدرد څومره په اوبو کې دی.
زه نه غواړم په هغه څه وغږېږم ،چې دوی په شخصي توګه يو بل ته بې احترامي کوي ، يو بل ته کنځلې ليکي او يا يو بل ته د بې سواده خطاب کوي ؛بلکې غواړم د هغو درنو ليکوالانو او شاعرانو نظرونه درسره شريک کړم ،چې ښاغلی همدرد يې د خپلې ليکنې او خپلې دفاع په موخه نومونه يادوي.
د ښاغلي همدرد د ليکنې يو پارګراف په دې ډول دی.
(( ما ستاسو د ليکنې په اړه له گڼو فرهنگي ملگرو سره اړيکي ونيولې ټولو راته وويل الهام په خپله ليکنه کې خپل ځان ښودلى چې څومره دروند دى. او الهام غواړي چې ستاسو په نوم باندې ځان مشهور کړي. الهام دغه کار د غندنې وړ دى او دا يې د ادب سره يوه ستره جفا کړې ده. زه له دغو ټولو فرهنگي ملگرو نه مننه کوم چې ما ته يې ډاډ راکړ او زه يې له بدو هوډونو راوگرځولوم. لومړى پير محمد کاروان، عنايت ساپى، فضل قادر انډيوال، سيف الله غريب يار، استاد عبدالروف قتيل خوږياڼى، خليل الله قتيل زوى، عزت الله ځواب، باز محمد عابد، محسن صديقي، بصير ستورى، سراج عارف، خان سيد گلزار، عبدالحق عمري، وسيم کاکړ، علامه عبدالستار محمدي، اجمل اند، دافغان ادبي بهير مشر زاهدى احمدزى، تحسين الله تحسين او نورو گڼ شمېر فرهنگي ملگرو راڅخه غوښتنه وکړه چې ليکنې ته يې سالم ځواب ورکړه او که بيا يې د بهير په اړه کوم داسې اقدام ترسره کړ مونږ به يې په گډه ځواب ووايو. ))
د ښاغلي شهزاده شيرين زوی يوه خبره به مې هېڅ کله هېره نه شي ،چې د خپل کوم ملګري د کوم حرکت په اړه يې ورته ويلي و چې د استاد صميم تر څنګ په کېناستلو او يا ورسره په عکس اخيستلو سړی نه شي ( صميم ) کېدی ، که همدرد صيب هم د پاسنيو يادو شويو شخصيتونو نومونه ياد لري او بې ځايه يې کاروي ؛نو په دې مانا نه ده چې ګويا دا ښاغلي دې په رښتيا هم سبا د الهام او همدرد سره په ناندرو کې برخه واخلي او بيا دې له همدرده په دفاع کې ( په ګډه ) الهام ته ځواب ووايي .
د الهام په هغه ليکنه کې ،چې د پېښور د غونډو په اړه يې کړې وه ، د پخواني بهير ټولو او د اوسني بهير ډېرو ملګرو ته درناوی او احترام څرګند شوی ، بې له دې ،چې ښاغلي همدرد او ښاغلي عبدالحق عمري ته يې بې سواده ليکلي نوره يې د خپلې خولې داسې د پام وړ کومه ستغه سپوره نه ده ليکلې ، په هر حال نه غواړم له چا نه دفاع وکړم راځئ ،چې د همدرد صيب د ليکنې په اړه د هغو ښاغلو نظرونه درسره شريک کړم ،چې همدرد يې دعوه لري ،چې تر ده پس يې الهام ته د ځواب ورکولو ټټر ورته وهلی.
په يادو شويو ښاغلو کې ما ته تر ټولو ډېر د ښاغلي اند ، ښاغلي کاروان ، ښاغلي عابد ، ښاغلي تحسين ، ښاغلي استاد زاهدي احمدزي او ښاغلي ځواب نومونه ډېر د پام او پوښتنې وړ و ؛ځکه دا ښاغلي زه ښه پېژنم ،چې هېڅ کله په دې تاويلو ، ماويلو کې خپل حيثيت ته زيان نه رسوي پر دې سربېره بيا د اجمل اند بوختياوې هم راته په دې ورځو کې معلومې دي ؛نو ځکه مې تر ټولو مخکې ښاغلي اند ته ايميل وکړ هغه په ځواب کې له دې خبرې نه چورلټ انکار وکړ ، ويې ويل چې ښاغلی همدرد نه پېژنم او نه خو چا ته په دې فرهنګي ناندرو کې کومه مشوره ورکوم ، تاسې کولی شئ په دې اړه د ښاغلي اند خپله تبصره په www.ajmalaand.com کې ولولئ.
یوه یادونه
(( په دې وروستیو کې د عارف همدرد په نوم د یو چا لیکنه په ټول افغان او ځینو نوروسایټونو کې خپره شوې ده او په کې په خوږ ژبې او تکړه شاعر نصرت الهام چې زما له ډېرو خوږ ملګرو نه دی بې ځایه نېوکې شوې دي.
د لیکنې لېکوال یو نیم ځای سپکه ژبه کارولې او ډېرې وړې خپل منځي ناندرې یې چې باید په خپلو کې پرې خبرې شوې وی، را مخې ته کړي .
ښاغلی همدرد وايي چې ددې سپکو سپورو مشوره ګڼو کسانو ورکړې او په دې کسانو کې یې زما نوم هم یاد کړی دی .
زه په داسې حال کې چې د رسنیو له لارې د فرهنګیانو د خپل منځي ناندرو د خپرولو سخت مخالف یم باید دا سپیناوی هم وکړم چې ما هېچا ته په هېچا پسې د سپکو سپور د ویلو مشوره نه ده ورکړې او په راتلونکې کې هم چا ته داسې مشوره نه ورکوم . د عارف همدرد په نوم هم چا ماسره په دې اړه خبرې نه دي کړي .
څومره چې زه نصرت الهام پېژنم یو ارام ، او ښه انسان دی ، ښه استعداد لري او تل د نورو اوري او خپله نه وايي . له ښاغلي همدرده غواړم چې دا ډول لیکنې نه د ژبې د بډاینې لپاره په درد خوري او نه په قضیه کې کې د ښکیلو لورو ، او که بیا یې هم زړه غواړي په داسې تاویلو ماویلو وخت تېر کړي نو لږ تر لږه دې د نورو کسانو چې هغو ی له قضیې هېڅ خبرنه وي نومونه په کې نه راکاږي .
زه خپله ېوازې پر کار باور لرم او د هېڅ ډول بې ځایه ناندرو او تاویلو ماویلو پلوي نه یم .
په درناوی
اجمل اند )).
تر دې پس مې ښاغلي عزت الله ځواب ته تيليفون وکړ ، هغه هم د همدرد صايب له پېژندنې نه انکار وکړ او ويې ويل چې ما ته يو چا زنګ وهلی و ، ويل يې زه هم ستاسې په شان ژورنالست ، شاعر او ليکوال يم او الهام په ما پسې ليکنه کړې ، د ځواب صيب په وينا ،چې ډېره سپکه خوله يې خوزوله او په الهام يې ډول ډول تهمتونه پورې کړل ، ما يې په ځواب کې ورته وويل چې الهام د ورکې سړی نه دی ، خلک يې پېژني ، زمونږ ملګری دی ، په اړه يې بې ځايه مه غږېږه ، که څه ستونزه وي يا کوم سو تفاهم مو ترمنځه وي ، ما څنګ ته راځي زه به يې پوه کړم ........
له عابد صيب نه مې پوښتنه وکړه ، که څه هم چې زه له اوله پوهېدم ،چې عابد صيب يو مئېن او ملنګ انسان دی هېڅ کله په دې ناندرو کې چا ته کومه مشوره نه ورکوي ؛خو بيا مې هم د ځان د يقينې کولو په خاطر جريان ورسره شريک کړ ، عابد صيب وويل ،چې عارف همدرد راته داسې کيسه وکړه ،چې الهام بهير ته سپکاوی کړی ؛نو ما ورته وويل چې زړګيه که يې په تا يا د پېښور په اوسني بهير پسې څه ويلي وي ؛نو تاسو يې له هماغې ځايه ځواب ورکړئ ؛خو په سالم ډول او که چېرې څوک د کابل يا ننګرهار په بهير پسې ناوړې خبرې کوي بيا زه خپل مسوليت ګڼم چې سپيناوی يې وکړم.
عابد صيب دا خبره رد کړه ،چې همدرد صيب ته دې يې ويلي وي ،چې بيا به مونږ د الهام ځواب په ګډه ووايو.
تحسين صيب راته وويل ،چې ما همدرد ته ډېر وويل چې يو د بل له سپکولو نه څه نه جوړيږي ، اوس دې يو څو تنه په ښه نوم پېژني ، ټولنه کې مطرح شوی يې ، ولې په لوی لاس خپل حيثيت ته زيان رسوې ؟ ، له دې ليکنې ميکنې نه تېر شه ، الهام هم زمونږ ملګری دی ، د همدې بهير ملګری دی ، که په بهير پسې څه وايي هغه هم ښه نه کوي ، زه کار ته اهميت ورکوم ، دا ناندرې که الهام وهي ، که همدرد او که جلال نو خوشې بد کوي ، زمونږ ملت په ډېر بد حالت کې قرار لري مونږ بايد شپه ورځ د کار او خدمت په هڅه و اوسو ، تحسين صيب وايي چې ما د همدې ناندرو له لاسه د بهير له مرستيالۍ نه استعفا هم ورکړه ؛ځکه زه نه غواړم د داسې يوه بهير مشري وکړم ،چې کشران يې يو د بل سپکاوی کوي.
ښاغلي فضل قادرانډيوال دا خبره ومنله ،چې همدرد صيب ته يې د سالمې ځوابي ليکنې مشوره ورکړې ؛خو له دې خبرې يې انکار وکړ چې ويلې دې يې وي چې بيا به الهام ته زه ستا په ځای او يا موږ په ګډه ځواب ووايو ويې ويل چې زما څه کار چې د الهام ځواب وايم ، د دې تر څنګ انډيوال صيب په استاد زاهدي احمدزي حواله راکړه ،چې نن يې په وحدت ورځپاڼه کې د الهام د غندنې لپاره کوم بيان ورکړئ ، په سبا مې يې استاد ته تليفون وکړ ، استاد د خپلې همېشنۍ مهربانۍ له مخې په ډېره سړه سينه زما پوښتنې ځواب کړې ، و يې ويل ،چې همدرد زما له نوم نه سو استفاده کړې ده ، په انټرنېټ او دې تخنيکي شيانو ډېر نه پوهېږم نو ځکه د انټرنېټ له غالمغال نه نه يم خبر ؛خو په وحدت کې ،چې همدرد صيب زما له خولې کوم بيان ورکړی ، ډېر سپک کار ، ډېر لوی خيانت او ډېر بد يې کړي ، ما بېګا په همدرد پسې تليفون وکړ ،چې ولې ته زما له نوم نه ناوړه استفاده کوې ، ولې له ما نه ملګري او دوستان خفه کوې ؟ نو يې ويل چې زه سهوه شوی يم ، بيا به داسې نه کيږي او بخښنه غواړم ، استاد دا هم وويل ،چې زه دا څو اونۍ ناروغ يم ، بهير ته نه يم تللی ؛خو د راروانې يکشنبې په ورځ مې هوډ کړی چې د همدرد د دې بې ادبۍ د پوښتلو لپاره بهير ته ورشم ،چې هم يې ما ته کړې هم الهام صيب ته ،خلک په مړو دروغ وايي خو همدرد يې په ژونديو ، زه الهام صيب ته ډېر درناوی لرم ؛ځکه موږ سره يې ډېر ښه وخت تېر کړی ، ډېر تکړه شاعر دی ، هېڅکله يې په غونډو کې زما او نورو مشرانو تر مخه کومه بې احترامي نه ده او په داسې ګران دی لکه ته ( جلاله ! ) .
د دې دومره معلوماتو له راټولولو وروسته مې دا هم ښه وګڼله ،چې همدرد صيب هم وپوښتم ؛ځکه بيا و نه وايي ،چې ليکنه دې يو اړخيزه ده ، او له الهام سره دې يارانه پاللې ، زما ځنې پوښتنې ،چې ښاغلي همدرد ځواب کړې تاسې سره شريکوم ، که تاسو ته يې ځوابونه د منلو وړ ول ، زه به يې هم ومنم او که نه نو غټه تيږه به پرې کېږدو.
د قلم او کاغذ د حرمت په اړه يې وويل ،چې الهام ما ته بې سواده ليکلي و ؛ځکه مې دا ډول کنځلې ليکلې وې ؛خو جلاله ! دا چې تا دومره ځان په عذاب کړ نو ستا په سترګو ،چې راته ګران يې زه به له الهام نه بخښنه وغواړم ،...... کور يې ودان ، زه به هم د همدرد صيب دا ښه سړيتوب تر ډېره په ياد لرم ، دا احسان يې زما پر اوږو لکه غرونه رابار کړ.
د ښاغلي اند په اړه يې وويل ،چې دا خبره يې عبدالحق عمري ته کړې وه ؛نو مې وپوښته ،چې ولې دې دا يادونه نه ده را اخيستې ، ويل يې ،چې دا خبره په ليکنه کې شته ؛خو له انډيوال صيب نه په کمپوز کې پاتې شوې ؛خو که يې سپيناوی وکړو اند صيب دا خبره له هېڅ چا سره نه ده کړې ؛ځکه چې د هغه دروند خوی ما ته تر هر چا ښه څرګند دی .
د ځواب صيب ، عابد صيب ، تحسين صيب او انډيوال صيب په اړه يې ومنله ،چې دا خبره يې ورته نه ده کړې ،چې ( بيا به مونږ الهام ته ځواب ووايو )) ؛بلکې دا سينه ورته د پېښور يو شمېر نورو ملګرو ډبولې وه ؛خو زما د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې دې بيا د دوی ښاغلو نومونه په دې لېسټ کې را اخيستي ، و يې ويل ،چې ما نه شوای کولای د هر چا خبرې په تفصيل وليکم نو ځکه مې ټول نومونه سره يو ځای کړل ، دا نو هاغه وخت دی ،چې همدرد د فضل قادر انډيوال له لوري خبر شوی ،چې ما يې د ليکنې په اړه له يادو شخصيتونو نه پوښتنې کړي. که خبر نه وای شايد ځوابونه يې په بل ډول وای . والله اعلم .
د استاد زاهدي د بيان په اړه يې وويل چې دا د زاهدي صيب خپل بيان دی ، ما ته يې همداسې ويلي او ما په وحدت کې نشر کړی اوس نو ګورو چې د لسګونو کتابونو ليکوال ، مشر اديب پوهنمل زاهدي احمدزی په دې اړه درواغ وايي که زما خوږ ملګری او همزولی ليکوال ښاغلی عارف همدرد.
په دې خبره هم تيږه ږدم ،چې ښاغلی همدرد غواړي د الهام په نوم ځان مشهور کړي او که الهام غواړي د همدرد په نوم ؛خو دومره وايم ،چې په خپلو خپل منځي شخړو کې په درنو شخصيتونو هېڅکله حوالې مه ورکوئ او مه خو يې نومونو ته زيان رسوئ ، که مو ډېر زړه طاقت نه کوي او د خپلې خبرې د کره والي لپاره د چا ماخذ درته اړين ښکاري ؛نو بيا يې لنډه لاره دا ده ،چې وواياست : خوشال بابا ، رحمان بابا او حميد بابا په خوب کې راغلل او راته يې پلانکۍ خبره وکړه. ځکه په ژونديو درواغ ويل سپيناوي ته رسيږي.
خپلې خبرې د ارواښاد صابر په دې بيت راټولوم ،چې تل يې ژړولی يم.
د خانانو به څه وايو چې خانان دي
ملنګان د پښتنو خپلو کې وران دي
زه دا ليکنه د هېڅ چا په پلوۍ نه کوم ، که الهام په خپله ليکنه کې همدرد ته بې سواده ليکي ، ښه نه کوي. که زما له خولې په عمري پسې سپکه ليکي ، ښه نه کوي ، که همدرد په الهام پسې کنځلې کوي هم ښه نه کوي ، که عمري د خپل بهير په ملګرو پسې تر کوټې ، کابل او اروپا پورې د نېټ په مټ ناوړه تبليغات کوي هم ښه نه کوي ، که فضل ربي رستم په عمري پسې بد وايي او ليکي ، بد کوي او که زه هم دا ليکنه کوم بد کوم او که بل هر څوک فرهنګي ستونزې تر ميډيا پورې راباسي بد کوي.
هيله ده دا ليکنه د دې لړۍ وروستۍ ليکنه وي ، فرهنګيان د خدای ملنګان دي ، نه دې د شهرت هڅه کوي نه دې ناندرې وهي بس يوازې کار ته دې توجه وکړي ، تر څو هر څوک په خپله د خپل خدمت په مټ ، صميم ، اند ، کاروان او سالک شي .
مينه او درناوی
جلال امرخېل