غزل
چې په تللو پسې شاته شاته ګورې
دا خو څلو پسې شاته شاته ګورې
زړه دې کيږي ،چې دې وڅښي څوک اوبرنګې !
جل وهلو پسې شاته شاته ګورې
که مو منځ کې څه کيسه نه وي زړګيه
څه له ګلو پسې شاته شاته ګورې
څه دې ورک دي لېونۍ ، وايه د څه شي
په موندلو پسې شاته شاته ګورې
دا عادت دې زما خوښ نه دی جلاله
چې په ښکلو پسې شاته شاته ګورې
جلال امرخېل
07.07.2010
- جلال امرخېل
د جلال په شعر کې جمال او کمال
وايي چې ( په دنیا خو یا جلال دی یا جمال دی )خو زموږ جلال نیکمرغه دی چې جلال او جمال دواړه لري . دا دواړه توکي هم په خپله امرخېل کې شته او هم یې شاعري پر جلال او جمال ښکلې ده .
د لویدیځ د ژوند په اړه زموږ یو شمیر هغه لویدیځ ځپلي یاران چې کله ناکله د معدني اوبو د بوتل سره د وطن په کلیو او کوڅو کې څرګندېږي یو څه زیاته وايي او که ډانګ پییلي یې ووایو درواغ وايي . دوی ددې ځای ترینګلی ژوند هلته د خلکو په سترګو کې ډېر ښه انځوروي ، او&nbs...
14.07.2010
- جلال امرخېل
ښاغلی عارف همدرد ښه وايي ، درانه تل درانه وي.
غواړم د ښاغلي همدرد د وروستۍ خپرې شوې ليکنې په اړه يو څو خبرې درسره شريکې کړم کومه يې چې تر ډېره ښاغلي نصرت الهام ته په سپکاوي راڅرخي. زه به تر ډېره کوښښ وکړم چې د چا په شخصي حريم رانه تېری و نه شي او خدای مه کړه د چا زړه رانه ازار نه شي .
د ښاغلي همدرد دا ليکنه دوه ورځې مخکې د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند په وېبپاڼ...