نظم

هغه شپه به په ما څه رنګه تېريږي
چې ستا فون راشي چې زه يې بل ته ورکړم
مور او پلار مې زما زړه ته پام و نه کړ
په خپل واک شول په خپل زړه يې بل ته ورکړم

هغه شپه به څه په چېغو چېغو ژاړم
ته به څه په جان قربان وايې چې خير دی
زه به ښې ډېرې کنځلې درته وکړم
ته به بيا هم راته ګران وايې چې خير دی

زه به وايم چې ته څومره بې پښتو يې
يو کال بل دې انتظار کولی نه شو
ته به وايې مور او پلار مې مړه کولم
تر قيامته مې انکار کولی نه شو

زه به وايم چې زه ستا نه بغير مرمه
ته به وايې ګرانه مړه دې دښمنان شه
دا دعا به درته ټول عمر کومه
چې تر ما دې د ژوندون ستوری روښان شه

ته به څه شاعرانه خبرې وکړې
او زما ژبه به بنده بنده کيږي
ته به وايې دا دستور د زمانې دی
چې رښتينې مينه هر وخت ناکاميږي

زه به وايمه چې زړه مې په منځ بېل شو
ته به وايې لېونيه زړه دې ښه کړه
باسواده يې ، شاعر يې ، ښه هوښيار يې
داسې ذېل د ماشومانو غوندې مه کړه

ته به وايې اخري ارمان دې وايه
ځکه دا مې اخري ځل تليفون شو
د پښتو پالل هم ګله لازمي  دي
خير که بې له تا نيمګړی مې ژوندون شو

مبايل به مې له ځمکې راګوذار کړم
لکه زړه زما ، به پړک په منځ جدا شي
زر ټوټې به مې هنداره د کوټې کړم
پر څنګل به مې د وينو ليکې راشي

هغه شپه به نو اسمان څومره رالنډ وي
او لاسونه به زما څومره اوږده وي
د ازل مخ به تک سور وي په څپېړو
تار په تار به يې تڼۍ د ګرېوانه وي

هغې شپې نه پس به پاتې تش کالبوت شم
نه به درس وي ، نه به شعر وي نه به زه يم
کائېنات به ټول بې رنګه راته ښکاري
بس خو مړی به حساب په ژوندانه يم

**********
هغه شپه هم دا دی راغله ته يې ورکړې
فون دې راغی په ژړا دې راته ووې
چې اخر دې کړم سره اور ته ورګوذاره
په فرياد په واوېلا دې راته ووې

ما که هر څو جان قربان درته ويلې
مرګ ، بلا ، تندر ، وبا دې راته ووې
له غربت او بې وسۍ مې درته ووې
بې پښتو او بې وفا دې راته ووې

که هر څومره تسلي مې درکوله
ته هم هسې په کنځلو باندې سر وې
له هر ټک سره مې برېښ پر زړه راتللو
د بنګړو په ماتولو باندې سر وې

******
هغه شپه هم دا دی تېره شوه سبا شوه
د سهار ګلان هماغسې تازه دي
نه مې زړه ، نه مې مبايل په منځ بېل شوی
نه ياران راټول زما په جنازه دي

د سهار لمونځ ته په خپل وخت را اوچت شوم
پوهنتون ته هم په وخت باندې روان شوم
؛ خو چې کله ائېنې ته مخامخ شوم
کليمه مې په ځان تېره کړه ، حيران شوم

که هر څو مې سترګې غټې غړومه
ائېنه کې مې څهره ليدلی نه شم
خپل وجود مې راته نه ښکاري چې څه شو
د خپل ځان يوه ذره  ليدلی نه شم

جلال امرخېل