غزل

ځان ته مې ورکړلې وعدې ،چې هېرولی دې شم
زما د ژوند بلې لمبې ! ،چې هېرولی دې شم

د مخه ښه پر وخت دې ولې سترګې وپړسېدې
تا خو په خپله راته وې ،چې هېرولی دې شم

دا طريقه د هېرولو درنه هېره مه شه
چې جوابونه رالېږې ،چې هېرولی دې شم

ما خو به هر څه ويل ، زه خو په غوسه کې ومه
نو ته او خدای ته دا منې؟ ،چې هېرولی دې شم

خط به ورولېږم چې زه زړه سره څه وکړمه
خط رالېږلی دی هغې ،چې هېرولی دې شم

هغه صحنه کړه خدای ناسور زخم پر زړه د جلال
چې په سرو سترګو ژړېدې ،چې هېرولی دې شم

جلال امرخېل