غزل

چې د وجود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني
د خپل جمود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني

که دې په سترګو کې درولوېدم خطا مې څه ده ؟
تا وې چې دود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني
 
دوی د خليل د اور ګلزار باندې قائېله نه دي
دوی د نمرود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني

ښکلي په راز د خپل جمال د تخليق نه پوهيږي
ښکلي محدود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني

غم دې جلاله بې له شعره بله لار نه لري
درد د سرود له ائېنې نه سوا هېڅ نه ويني

جلال امرخېل