غزل

په بې وسۍ کې د ناکام د خندا رنګ لري زړه
د وخت د هر جبر د هرې ادا رنګ لري زړه

اوس که تک شين شو دا خو ستا له اسماني غروره
کنه اوبو غوندې مې ګرانه صفا رنګ لري زړه

مه غواړه دا چې دې نامه له زړه نه اوباسمه
په دې بې رنګه زندګۍ کې همدا رنګ لري زړه

له مجبوريته د هر چا غېږې ته ځان غورځوي
اوس مې د ډمې د محفل د ګډا رنګ لري زړه

په تهمتونو د زبېښلي رنګ بلا دې واخلم
زما هم ګله ستا د سپورې مسکا ، رنګ لري زړه

لا خو جلاله ! غم له شعره غورځولی نه يم
لا خو مې وينه زړه کې شته ده او لا رنګ لري زړه

جلال امرخېل