غزل

زلفې ، دواړه سترګې دي ماران ، ماران
مرګ ته مې يو ځای شول ښاماران ، ماران

خوري مې ؛خو پېرزو مې په يخنۍ نه دي
ساتم په لستوڼي کې ياران  ، ماران

زه چې ژاړم نه راجيګوي باڼه
پريوځي دروند خوب ته په باران ، ماران

ښکلې جينکۍ د باغيچې مچۍ
ښکلي هلکان د دښتې وران ، ماران

زه مئېن د خپل قاتل په سترګو يم
دا لکه مرغيو ته وي ګران ، ماران

جلال امرخېل