غزل

لکه چې بیا په غلط لوري تر رڼا روان یم

سیوری مې مخکې دی او زه پسې تر شا روان یم

چې ستا له لوري راروان یم ، یم په ځمکه کې ډوب

چې ستا په لوري در روان یم په هوا روان یم

کلونه مخکې چې مې پښې د زړه تڼاکې وې پرې

کلونه پس د عشق په هاغه لاره بیا روان یم

چې په سفر کې بلاګانې رانه لار چپه کړي

اخلمه ستا د تکو سرو سترګو بلا روان یم

زه دې محفل ته تل په ډکه خوله درځم ګلابه

خو چې واپس درنه روان یم په ژړا روان یم

لکه حسین، بلا د ښې ورځې یاران لرمه

خو د یزید مقابلې ته یک تنها روان یم

 

جلال امرخیل