شاعر کله کله د خپل شاعرانه ژوند په اوږدو کی له یو ډول مایوسۍ سره مخ کیږی ، داسی مایوسی چی فکر کوی ما هیڅ و نه کړل او که څه می وکړل چا ته می وکړل ؟ ایا هغه څوک چی ما یی له غمه د ژوند ټولی خوښۍ پریښی دی زما د دی درد درک کولی شی او یا به یی وکړی ؟ له دی ډول مایوسۍ سره ډیری وخت ویښ شاعران او ښه شاعران مخ کیږی ، خوشال بابا هم له دی مایوسۍ سره مخ شوی دی

زه یی چا لره وهم قدر یی چا زده

په اور وسوزه دا تورې قلمونه

شعر څه دی خو د شاعر د خپل زړه درد دی چی د لفظونو جامی وراغوندی ، پوښتنه دا ده چی شاعر دا درد له کومه کړ ؟ دا درد له همدی ټولنی نه سرچینه اخلی او بیرته همدی ټولنی ته وړاندی کیږی یانی لکه هنداره انعکاس کوی نو په دی حساب د ټولنی هم یو څه مکلفیت جوړیږی چی د هغه چا قدر وکړی څوک یی چی له غمه په شپو شپو تر سبا ویښ وی،  په دی قدر سره شاعر له دی ذهنی کشمکش نه وژغوری چی فکر کوی د ټولنی د دردونو لپاره یی هیڅ نه دی کړی،  یا یی هنر خلکو ته د خوښی نه دی او په دی یی ډاډه کړی چی ژوند یی عبث نه دی تیر کړی دی.

شکر دی چی دا شعور اوس زموږ په ټولنه کی پیدا شوی دی او لا به دا شعور غزونی کوی ، زابل میشتو فرهنګی ټولنو او فرهنګیانو چی نن د سعید زابلی صیب لپاره د هغه د هنر په درناوی کومه ستره غونډه جوړه کړی ، دا نه یوازی د زابلی صیب د هنر قدر کول دی بلکی شاعر ته روحی ډاډ او تسکین هم ورکول دی.

زه زابل میشتو فرهنګی ټولنو ته د زابلی صیب په ویاړ د راغونډیدو مبارکی وایم او مننه ورنه کوم چی زموږ د پښتو ژبی یو داسی شاعر یی نازولی چی په رښتیا هم ورباندی د نوی شاعرۍ د ملا د تیر حساب کیږی.

 زابلی صیب اوس د ټولو پښتنو دی او په کار ده چی د لوی افغانستان په ګوټ ګوټ کی ونازول شی ځکه هغه د دی ژبی او ادب لپاره ډیر څه کړی دی ، خپل خوږ عمر یی د ژبی خدمت ته وقف کړی او د ټولنی په بیدارۍ او پوهاوی کی یی ستره ونډه اخیستی. 

د دی مایوسۍ درک او بیا د له مایوسۍ نه د خلاصیدو د خوشالۍ احساس ما ته تر ډیرو ښه شوی او کیږی نو بده به نه وی چی په دی بهانه به خپلو هغو درنو مشرانو ته هم مننه ووایم چی څه موده مخکی یی زه په ننګرهار کی ونازولم او یو دومره ستر ویاړ یی راوبخښه چی د ژوند تر پایه به می په یاد وی او زه یی هم له یو ډول ذهنی کشمکش او مایوسۍ نه وژغورلم ، ما ته چی په ننګرهار کی زما مشرانو ښاغلو بریالی ویاړ ، استاد شیرحسن کمالزی ، عزت الله ځواب ، اکرام الله اکرام ، قاری عبدالله سهار ، بختیار ساحل او نورو خوږو ملګرو کومه مینه راکړه او د کابل او پیښور په شمول له لری لری نه راته ملګری راغلل نو دا هم زما لپاره کومه وړه او عادی خبره نه وه ، بلکی زما لپاره ذهنی سکون او د ادبی ژوند لپاره می یو ستر بدلون و .

زه د هغو ملګرو پوروړی یم او هیڅکله نه شم کولی چی په دی لنډو تنګو جملو د هغو مینه جبران کړم.

د زابلی صیب د اوږد او عمر په هیله

 

جلال امرخیل