نوی نقشونه سازوی ما په بل رنګ جوړوی
دا ځل تصویر مې مصور څومره بد رنګ جوړوی
چرته چې ټکی د الفت خبلې معنې ورکې کړی
هلته د وخت نا بغه پاڅی خپل فرهنګ جوړوی
خپله د تاج په سرولو ځان حقدارے ګڼی
زما کچکول لاسونه ښکل کړی ما ملنګ جوړوی
دغې سېا لۍ ته مې سر سم نه دے زه ماتے منم
خوا کښې د کور مې ګاونډی کور رانه دنګ جوړوی
د بروسو جونګړې بېرته جوړوی خپلوان مې
د ګمانونو تاج محل زما تر څنګ جوړوی
لکه چې دور بل خوشلحال پېدا کوی ماښامه
دا چې فضا درنه چاپېره د اورنګ جوړوی
ماښام خټک