غزل

څه دی ژوندون څه دی خو تکرار د حوادثو دی
موږ په سر اخیستی دا روزګار د حوادثو دی

دا چې د غم هر کاڼی زما د زړه په سر لګي
ما باندې جوړ ، شوی اعتبار د حوادثو دی

شپه د شوګیرو او  مازیګر  وي  د وعدو شیبه
راشه ګلې راشه شین سهار د حوادثو دی

وخت چاړه په لاس لا د پښتون مرۍ ته غلی دی
وخت لکه چې هم په انتظار د حوادثو دی

چیرته به د کوم ښکلي په سترګو کې پریوتی وي
زړه می لکه ماشی ، ورک پر لار  د حوادثو دی

واړوه په سر د تغزل شراب درواړوه
خلک وا جلاله شعر خمار د حوادثو دی

جلال امرخېل