د کاروان صیب مینه ناک زړه به ټولو ته معلوم وی ، تیره ورځ می په ام اس ان کی ورباندی غږ وکړ له سلام کلام نه پس می ورته ویل چی استاده ډیر سخت درنه خفه یم ، نو یی راته ولیکل چی غم مه کوه څوک چی سخت خفه کیدی شی هغه سخت خوشالیدی هم شی.
شیبه تیره نه وه چی زما په ام اس ان لګیدلی د بلوڅۍ خولۍ والا عکس ته یی په فی البدیهی ډول دا سندره راپیل کړه ، چی د سندری تر پایه رښتیا هم سخت ورنه خوشاله شوم او زړه می ورته بی اختیاره دعاګانی وکړی . سندره تاسی سره هم شریکوم که خوند ورنه واخلئ.
د بر کلي هلکه چې خولۍ دې بلوڅۍ ده
دا جوړه په پستو ګوتو د لر کلي نجلۍ ده
***********
جامې دې تکې سپينې د خامکو دې ټټر دی
اغوستی دې ښايستوکی د بلجيم والا جمپر دی
په ګوته کې دې ګوته زه پوهيږم د يارۍ ده
*************
دا کومې خواته ګورې دا پر بام ده څوک ولاړه
دا سترګو ته دې ځيره په سلام ده څوک ولاړه
يه دومره خو مې پوی کړه کابلۍ که پېښورۍ ده
*************
يوه ورځ به يې له غاړې تاو شي ستا دلاس ګلونه
ګلونه ، نه دا ستا ددوو لاسونو امېلونه
دا نن يې چې په غاړه کې د سرو زرو اوږۍ ده
*************
خپه رانه په څه يې وا آشنايه مسافره
مولا دې بيرته راوله وطن ته له سفره
جلاله منتظره درته ناوې ښاپېرۍ ده