نظم

ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه
ورته وایه ولې ما باندې شرمیږې
که پر ما د غربت ورځې دي تیریږي
خدای به خیر کړي ته نو څه وارخطا کیږې
************
ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه
ورته وایه ستا چې خوښه جدایي ده
زما هم په زړه ارمان نه شته ،که شته هم
دا دنیا بې له هغې نه ارماني ده
************
ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه
ورته وایه که یاري  ختمول غواړې
زه پښتون یم سترګې نه شم بدلولی
ته اختیار لرې چې هرڅه کول غواړې
*************
ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه
ورته وایه چې څه وایې زه یې منم
که ته وایې چې ما هیره کړه صحیح ده
هیروم دې چې ته وایې ، زه یې منم
*************
ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه
ورته وایه بې له تا به مې خدای نه اخلي
داسې نه چې ستا په لاس کې مې ژوندون دی
زه امید لرم چې ساه به مې خدای نه اخلي
*************
ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه
ورته وایه دا دې ګرانه کړه خبره
ته چې نښې د لاس بیرته رانه غواړې
نو په خپله دې اوس ورانه کړه خبره
*************
ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه
ورته وایه که دې نښې د لاس غواړې
نو زه هم درنه خپل حق غواړم خو ګوره
نه به شور جوړوې اوس او نه به ژاړې
*************
ځه ورځه ریباره ځه سلام یې وایه
ورته وایه زما خوب ما له واپس کړه
ستا له لاسه چې مې تېر په جهنم کړ
هغه ښکلی ځلمیتوب ما له واپس کړه

دا نظم می په 2008 کال کی په ترکیه کی لیکلی و ، چی اوس می چیرته په زړو کاغذونو کی پیدا کړ.